هري پور 25 مارچ (اے پي پي) وفاقي وزير عمر ايوب خان به د مارچ په 28مه نېټه د بسو مېرا روډ او د سوئي ګاز د پروژې پرانسته كوي. د توان او پېټروليم وفاقي وزير به د اتوار په ورځ د مارچ په 28مه نېټه ماسپښين دوه بجې په بسو مېرا كښې د 4 كروړه روپو په لګښت د ګاز سكيم او د يو كروړ روپو په فنډ د بسو مېرا سړك د پخېدو پرانسته كوي.