ماشومانو ته د بدني سزا وركولو مخنيوي له د احکاماتو وضعه كولو بل” علاقه دارالحکومت اسلام آباد امتناع جسمانی سزا بل 2020“ منظور كړے شو

image

اسلام آباد۔23 فروری(اے پی پی)قامي اسمبلۍ ماشومانو ته د بدني سزا وركولو مخنيوي له د احکاماتو وضعه كولو بل” علاقه دارالحکومت اسلام آباد امتناع جسمانی سزا بل 2020“ منظور كړے۔ د بل له مخې سكولونو كښې به ماشومانو ته بدني سزا نه وركړے كېږي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د قامي اسمبلۍ غړې مهناز اكبر تحريك وړاندے كړو چې په علاقه دارالحکومت اسلام آباد امتناع جسمانی بل 2020ء دې غور وكړے شي۔ د بشري حقونو وفاقي وزيرې د بل مخالفت ونه كړو ۔ بيا هم هغې ووئيل دا بايد بدلون لپاره وړاندے كړے شي۔ د ايوان نه د تحريك منظورۍ نه وروستو ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د بل د ټولو شقونو منظوري واخسته۔ د بل په شق 5 كښی د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري تحریک وړاندې كړو چې د ماشومانو د سزا په معامله دې د مور پلار لخوا ګېلو له د حكومتي كمېټۍ جوړولو په ځاے عدالت ته اختيار وركړے شي۔ دغسې قامی اسمبلۍ د تحريك منظوري وركړه۔ مهناز اکبر عزیز تحریک وړاندے كړو چې دا بل دې منظور كړے شي او دغسې قامي اسمبلۍ په يوه خله د بل منظوري وركړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د بل مقصد سكولونو كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكي كوچنيان د هر ډول جسماني تشدد نه ساتل دي دغسې چې هغوي د يرې نه سكول نه پرېدې

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں