په ټول هېواد كښې د 60 كالو څخه زيات عمره دوه نيم لكه وګړو ته د كورونا ويكسين وړومبے ډوز لګولے شوے۔ډاكټر فيصل سلطان

image

اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان وئېلې دي په ټول هېواد كښې د 60 كالو څخه زيات عمره 8 لكه كسانو د كورونا ويكسينشن لپاره رجسټرېشن كړے ؤ چې پكښې دوه نيم لكه وګړو ته د كورونا ويكسين وړومبے ډوز لګولے شوے٬د رجسټرېشن عمل لا تندولو لپاره به د نورو انتظاماتو سره سره كمپائن هم چلولې شي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل په هېواد كښې د 60 كاله څخه زيات عمره 13 ملين وګړي دي چې پكښې تراوسه 8 لكه وګړو د كورونا ويكسينېشن لپاره رجسټرېشن كړے۔ډاكټر فيصل سلطان ووئيل حكومت د 70 كاله څخه زيات عمره وګړو له د رجسټرېشن نه غېر د ويكسينو لګولو پريكړه كړې۔د 70 كاله څخه زيات عمره كوم وګړي چې ويكسين لګول غواړي هغوي كوم هم سنټر ته د خپل شناختي كارډ په ښودلو ويكسين لګولې شي۔ده ووئيل وفاقي حكومت ټولو صوبو له ويكسين وركولو لپاره وسائل كاروي خو كه كومه صوبه ويكسين راغوښتل غواړي نو هغوي ته هېڅ ډول اېن او سي ته حاجت نشته۔د اتلسم بدلون نه پس كوم هم دارو يا ويكسين راغوښتلو له خپلواكه دي۔ده ووئيل اېن سي او سي په ټول هېواد كښې د كورونا صورتحال جاج اخستلو نه پس پريكړې كوي۔حكومت په وبا قابو موندلو له چې كوم بندېزونه او اېس او پيز جاري كړي كه اولس په هغې عمل وكړو نو وباﺀ زياته نه شي خپرېدې

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں