د ګورنر فيصل كريم كنډي د مردان دوره ٬ امير حيدر هوتي سره ملاقات

image

پېښور ۔ 12 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي چې پخواني وزيراعلی امير حېدر هوتي سره مې په صوبه كښې د امن وضعې او معاشي صورتحال په اره خبرې وكړې٬ مونږ غواړؤ چې ټول سياسي قوتونه په ګډه د صوبې امن او پرمختګ لپاره كار وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د مردان دورې په مهال پخواني وزيراعلی امير حېدر خان هوتي سره د هغه په استوګنه ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې ګورنر فېصل کریم کنډی پخواني وزيراعلی امير حېدر خان هوتي سره ملاقات وكړو۔ میډیا سره خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل اے اېن پی سره مو په تېر وخت كښې په ګډه كار كړے ٬ اوس هم كوؤ او سباؤن كښې به هم يو ځايے يؤ٬ د صوبې او هېواد پرمختګ لپاره به يو ځاے پاتې كيږؤ ، امیر حېدر خان هوتی كال 2008 څخه تر 2013 د صوبې خدمت وكړو٬ هغه امنيتي ځواكونو او اولس سره په ګډه په صوبه كښې امن بحال كړو۔ ده ووئيل دغه وخت د سوئيلي ضلعو په شمول صوبه كښې د امن وضعه ډېره ناوړه وه ٬ د صوبې 10 كالجونه بند كړې شوي وو۔ ده ووئيل د مركز او صوبې ترمينځه اړيكې بايد ښه وي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې كاروباري وګړي د صوبائي حكومت كاركردګۍ څخه مايوسه او سختو ستونزو سره مخ دي۔ د كاروباري وګړو مسئلې حل كولو له مو مركز سره خبره كړې ده٬ صوبې ته هم بايد پام وګرځولے شي۔ ده ووئيل د 18م بدلون څخه وروستو په صوبه كښې د امن په ځاے كولو ذمه واري د صوبې ده۔ ده ووئيل په 24 پوهنتونونو كښې وائس چانسلران نشته او په يو څو ميشتو كښې د نورو وائس چانسلرانو د مودې په ترسره كېدو به دا شمېره 34 ته ورسي۔

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں