د ترهګرۍ خاتمې لپاره علما کرامو او د نورو مذهبونو مشرانو سره مشاورت پېل كړے شوے، د هر څه نه وړاندې مونږ ټول پاكستانيان يو او د ټولو نه وړاندې پاكستان دے۔ داخله وزير محسن نقوي

image

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د ترهګرۍ خاتمې لپاره علما کرامو او د نورو مذهبونو مشرانو سره مشاورت پېل كړے شوے، زه او د مذهبي چارو وفاقي وزير به دا قامي مشن مخ په وړاندې بيايو٬ د هر څه نه وړاندې مونږ ټول پاكستانيان يو او د ټولو نه وړاندې پاكستان دے، مونږ چې كوم اور ته څوك نزدې كوي د هغې نه ځان ساتل دي، علما کرام او د نورو لارښودو په مرسته مونږ د دې اور نه وتلے شو۔ دا خبرې د مرکزي رؤيت هلال کمېټي چيئرمېن مولانا عبد الخبير آزاد په مشرۍ كښې د هر مكتبه فكر علما کرامو او د نورو مذهبي مشرانو سره په ملاقات كښې وكړې۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالک حسېن هم موجود و۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د ترهګرۍ خاتمې لپاره به مونږ له د قام په حېث راغونډېدل وي، د اسلام او دين نامه استعمالولو سره د خلقو غلولو سره په ترهګرۍ كښې د ملوث عناصرو لاره به نيول وي،د رياست په ضد وسلې ته لاس كونكے كس يا تنظيم ترهګر دے٬ زمونږ دين او آئين په واضح توګه وائي چې د رياست په ضد وسله پورته كوٶنكي ترهګر دي۔ ده ووئېل اسلام چا له په كوم ډول د قتل او نه زمونږ د هېواد قانون اجازه وركوي٬ مونږ له د هېواد په خاطر د ترهګرۍ لعنت په ضد يو كېدل دي٬ مونږ چې كله د يووالي او اتحاد پېغام وركوٶ نو اثر به يي ډېر زيات وي او مضبوط پېغام به وركړے شي۔ محسن نقوي ووئيل د شپږم ستمبر په حواله نن هم دغه كسانو ته موقع وركوٶ د رياست په وړاندې دې وسله وغورځوي٬ نن هم وائيو چې رياست اومنۍ٬ آئين او قانون اومنۍ٬ نن هم دوي سره موقعه ده٬ مونږ به هرې صوبې ته ځو٬ وزيراعلٰې ٬ علمائے كرامو سره به ملاوېږو٬ هم دا پېغام به صوبائي سرښارونو څخه وركوٶ، ده ووئېل صدر مملکت او وزيراعظم سره په ملاقاتونو كښې به هم دا پېغام وركوٶ۔ ده ووئيل صدر مملکت او وزيراعظم هم دې مقصد لپاره شپه او ورځ كار كوي٬ مونږ له د اسلام د نامې غلط استعمال بندول دي، د دين حقيقي لارښود علما کرام او مشائخ عظام دي ھغه څوك نه چې كوم د رياست په ضد ټوپك په لاس ګرځي٬ نن مونږ قام ته دا پېغام وركوٶ چې مونږ د ترهګرو په ضد يو موټے يو، داخله وزارت او د مذهبي چارو وزارت به په دې لړ كښې هر ډول ممكن مرسته كوي او د ترهګرو په اړه به ستاسو په تجويزونو عمل هم كولې شي۔ ده ووئيل په خاص توګه د مولانا عبد الخبير آزاد مننه كوٶ چا چې تاسو ټول دلته راجمع كړې،د ترهګرۍ په ضد متفقه پېغام انتهائي ضروري دے۔ په ملاقات كښې مولانا ضياء الرحمن امام فېصل مسجد، مولانا محمد طيب قرېشي چيف خطيب خېبرپښتونخوا،علامه مختيار احمد نديم چيف خطيب پنجاب،علامه شبير حسن سيکرټري جنرل شيعه علما کونسل پاکستان،علامه عارف حسېن واحدي،مفتي ګلزار احمد نعيمي، مولانا تنوير احمد علوي، مولانا سردار محمد لغاري، مفتي فرحان نعيم، مولانا عبدالظاهر فاروقي، مولانا عبدالعزيز، مولانا هارون الرشيد بالاکوټي، علامه سجاد حسېن نقوي، علامه مصطفي حېدر نقوي، مولانا حسېن علي، مفتي يوسف کشميري، مولانا مقصود احمد توحيدي، مولانا عابد اسرار، قاري بلال ګولړوي، سردار رنجيت سنګھ ګياني، مولانا اکرام الٰهي ظهير، مولانا عبدالسلام جلالي، مفتي ابوبکر صديق، علامه سعيد احمد اعوان، مولانا ملک امجد اعوان، ډاکټر ارشاد احمد خان، صاحبزاده عتيق الله مظهر، بشپ ډاکټر جوزف ارشد، پير ممتاز احمد ضياء نظامي، مولانا محمد اقبال نعيمي، علامه محمد رشيد ترابي، فهد جميل، پروفيسر ظفرالله جان او نور مشرانو ګډون وكړو او د دې نه علاوه وفاقي سيکرټري داخله ، چيف کمشنر اسلام آباد، آئي جي پوليس اسلام آباد، ډپټي کمشنر اسلام آباد او اړوند چارواكي هم موجود وٶ۔

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں