د پاكستان حكومت او ټول اولس په دې سخت وخت كښې خپل ترك وروڼو سره ولاړ دے۔ شاہ محمودقریشی

image

اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د پاكستان حكومت او ټول اولس په دې سخت وخت كښې خپل ترك وروڼو سره ولاړ دے او د دوئي هر ډول مرسته كولو له چمتو دے۔ خارجه وزير د خالي په ورځ خپل ترك همڅنګ میولوت چاوش اولو سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه سره ئې د تركيه ازمير ښار كښې په راغلې سخته زلزلې او د مرستې په كارروائيو بشپړه خبرې وكړې۔ ترك خارجه وزير خپلو خبرو كښی ووئيل په رېكټر سكېل ددې زلزلې شدت 6.6 وو۔ تر دې دمه 24 كسان مړه شوي او 804 ژوبل شوي دي۔ 17 نه زياتې ودانې راپرېوتوې دي۔ خارجه وزير د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه او د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره ئې غمرازي او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان خلك د كال 2005ﺀ زلزلې نه وروستو د ترك اولس لخوا پاكستان سره كړی مرسته هېرولې نه شي۔ هغه ووئيل د پاكستان حكومت او ټول اولس په دې سخت وخت كښې خپل ترك وروڼو سره ولاړ دے او د دوئي هر ډول مرسته كولو له چمتو دے۔ هغه د پاكستان لخوا د زلزله ځپليو بحالۍ له د مرستې ډلو او فيلډ روغتون لېږلو پېشكش هم وكړو۔ ترك خارجه وزير د مرستې په پېشكش او د نېكو هيلو په څرګندونه د خپلې مشرتابه لخوا د صدر پاكستان ٬ عمران خان او اولس مننه كولو سره ووئيل ترك حكومت د زلزله ځپليو بيا بحالۍ له ټولې وسائل كاروي۔هغه ووئيل كوم مادي مرستې ته دا مهال اړتيا نه لرو او كه ضرورت محسوس شو نو د خپلو پاكستاني وروڼو دا پېشكش به تر ټولو اول قبلوؤ۔

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں