اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي د برېښنا بېعه په كمولو د صنعتي څانګې پخوانې غوښتنه تر سره كړې شوې. د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل برآمدكوونكو، د لوئې او مېنځنې درجنې كاروباري ټولنې ته به د برېښنا د بېعې كمولو ډېره ګټه ورسي. ده ووئيل كاروباري ټولنه به د دې اسانۍ په نتيجه كښې د هېواد برآمدات زيات كړي. ده ووئيل د تجارت وزارت د كاروباري ټولنې ستونزې حل كولو لپاره پوره هڅې كوي