په سیمه كښې هند ته د اهمیت ورکولو امریکائي چلند خامۍ لري۔ تمه لرؤ چې امريكا په نيولې شوي كشمير يو ډول پالېسي ولري۔ هند د نازي فلسفې په بنياد چلېدونكے فاشېسټ رياست دے۔ د وزيراعظم عمران خان د المان خپرونې ادارې سره مركه

image

اسلام آباد۔31 اکتوبر(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي په سیمه كښې هند ته د اهمیت ورکولو امریکائي چلند خامۍ لري۔ تمه لرؤ چې امريكا په نيولې شوي كشمير يو ډول پالېسي ولري۔ هند د نازي فلسفې په بنياد چلېدونكے فاشیسټ رياست دے۔ هند چين ٬ بنګلا دېش، سری لنکا او پاكستان لپاره خطر دے۔ دا خبره هغه د المان خپرونې ادارې سره مركه كښې وكړه۔ د كورونا وائرس په اړه وزيراعظم ووئيل چې پاكستان سمارټ لاك ډاؤن سره د كورونا وائرس مقابله وكړه۔ د پاکستان حکومت د کورونا وائرس بشپړه ادراك لري۔ له دې كبله ځينې سيمو كښې مو سخته پالېسي اختيار كړه۔ مونږ د كركيلې سېكټر يو وارې بيا پرانستو۔ كنسټركشن سېكټر مو پرانستلو دغسې چې د روزانه په بنيادي مزدوري كوؤنكي ځپل كېدو نه وساتلې شي۔ هغه وووئيل دا مهال په اونيزو بنيادونو د يو لك 80 زره نه تر دوه لكه كسانو ټېسټونه كېږي او زمونږ اړوندې ادارې ددې جاج اخلي۔ د امريكائي ټاكنو په اړه وزيراعظم ووئيل جوبائیډن په رائې عامه كښې خوښ لارښود په نظر راځي۔ ډونلډ ټرمپ روايتي سياستدان نه دے هغه څه هم كولے شي۔ د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ سره د كار په اړه وزيراعظم د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ د امريكا لخوا د هند په تناظر كښې يو ډول رويه ليدل غواړؤ۔ تمه ده چې امريكا په مقبوضه كشمير دواړو هېوادونو سره يو ډول پالېسي خپله كړي۔ وزیراعظم ووئيل هند خپلو ګاونډي هېوادونو ته دړكې وركوي۔ امريكا د چين د لاسه هند ته اهميت وركوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې عمران خان ووئيل پاكستان د نائن الېون پېښې سره هېڅ تعلق نه لري۔ القاعده افغانستان كښې وه۔ د نائن الېون پېښې نه وروستو مونږ بايد خپل پوځ جنګ كښې شامل كړے نه وے۔ د افغانستان په اړه وزيراعظم ووئيل پاكستان ګاونډي هېوادونو كښې امن غواړي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ 70 زره نه د زياتو ځانونو قرباني وركړې ده۔ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمت یار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د افغانستان پخواني وزيراعظم په اوسنو ټاكنو كښې برخه واخسته او هغه د خپلو هېواد قانون مني۔ ما د افغانستان د قومی مفاهمت اعلیٰ کونسل چیئرمېن عبداللہ عبداللہ سره هم خبره كړې چې په جنګ ځپلي هېواد كښې مونږ د چا طرف ته هم نه يؤ۔ مونږ يوازې دا غواړو چې افغانستان كښې كوم هم نوې حكومت راشي په هغې دې د هند اثر نه وي دغسې چې د ګاوندي هېواد خاوره د پاكستان په ضد و نه كارولې شي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان كښې د رائې څرګندونې آزادي د غربي هېوادونو نه زياته ده۔ زه د آزادۍ ټكې ډېر احتياط سره كاروم۔ ما دوه لسيزې برطانيه كښې تېرې كړې دي دغلته د بهتان په اړه زيات قانونونه دي د بده مرغه پاكستان كښې داسې نشته۔ د وزيراعظم په حېث په ما ډېر بهتانونه لګېدلې دي۔ انصاف لپاره عدالت ته هم تلے يم۔ د مشرق وسطی امن په اړه د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل د پاکستان تحریک انصاف حکومت یمن كښې د ثالثۍ كردار ترسره كولو له وړاندې شو۔ دې لپاره ايران سره هم خبره وشوه او د سعودي عربستان محمد بن سلمان سره هم مونږ تماس ونيولو۔ د متحدہ عرب امارات، بحرېن او سوډان اسرائیل سره د اړيكو په اړه عمران خان ووئيل هر يو هېواد خپله خارجه پالسېي لري ولې دا هېوادونه د خپل اولس سوچ كوي۔ پاكستان اسرائيل كله هم منلے نه شي۔ په دې معامله زمونږ دريځ ډېر ښكاره دے۔ زمونږ دريځ قائداعظم په كال 1948 كښې په ډاګه كړې وو چې مونږ اسرائيل تر هغه وخت منلے نه شؤ تر كومې چې فلسطيني اولس ته خپل حق وركړے شوے نه وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ هېواد غريب ځكه دے چې دلته د وسائلو كمې دې۔ د هېواد مشرتابه كرپټ پاتې شوې ده۔ په پانامه پېپرز كښې هر څه په ډاګه شول۔ پاكستان څخه كروړونه ډالرې پراپرټۍ اخستو له لندن ته ولېږلې شول۔ د اپوزيشن په اړه د پوښتنې په ځواب كښې عمران خان ووئيل دوئي ما بلېك مېل كولې نه شي۔ زه به دوئي ته هېڅ ريليف ورنكړم۔ عمران خان ووئيل كله چې اقتدار مو ترلاسه كړو نو امپورټ 60 ارب ډالر او اېكسپورټ 20 اربه ډالره وو۔ د هېواد روپۍ كمزورې شوه چې ورسره ګراني راغله۔ مونږ د خپلې ريونيو زياتولو له ځينې څيزونه ګران هم كړل ولې اوس خپل ټېكس نېټ زياتوؤ۔ دې لپاره مونږ سخت اصلاحات هم كړې دي۔ د اصلاحاتو په اړه اپوزیشن پرېشانه دے كه مونږ كامياپ شؤ نو دوئي به د كرپشن كېسونو كښې زندان ته ځي۔ هغه ووئيل زما كورودانې يو پوهه مېرمن ده۔ حكومت كښې د مسئلو په اړه هغې سره خبره كوم۔ هغې سره په پېچلو چارو هم خبرې كېږي۔ هغه زما د ژوند ملګرې ده زه د هغې نه غېر كاميابېدې نه شم۔

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں