د كلتور د لارې به قامي تشخص خوندي كوو ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز لوك ورثه مېلې كښې د دستورې په مهال ميډيا سره خبرې

image
APP49-12 ISLAMABAD: November 12 – Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz talking to media persons during his visit to Folk Festival of Pakistan ‘LOK MELA’ at Lok Virsa Shakarparian. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز وئيلي د وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې به د خپل كلتور د لارې قامي تشخص خوندي كوو ، د اي كامرس د لارې په كورونو كښې جوړ څيزونه ګردې نړۍ ته رسولے كېدے شي، دې سره كورنے صنعت او كلتور هم ژوندے پاتې كېږي٬ كاروبار ښه كېږي٬ قامي پېژندګلو او سېلګري وده كوي٬ د قام او هېواد پېژندګلو د كلتور څخه كېږي، ھغه قامونه چې كلتور ئې نه وي د ھغوي تشخص ته زيان رسي۔ د زيارت په ورځ د لوك ورثه كلنې لوك مېله اسلام آباد كښې د دستورې په مهال ميديا سره په خبرو كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل په لوك ورثه كښې په زړه پورې كلتوري مېله روانه ده ٬ په دې كښې د ګډون كوٶنكو كسانو جذبه د ليدو جوګه ده، دا اداره په بنيادي توګه دې مقصد لپاره جوړه كړې شوې وه ۔ده وئېل د دې مېلې مقصد د پاكستان اولس يو بل سره تړل دي ۔ده ووئېل پاكستان د بېلا بېلو كلتورونو مجموعه ده٬ هر قام د خپل كلتور په سبب پېژندلے كېږي، لوك ورثه په ښه ډول خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ده ووئېل د دې مېلې مقصد دا دې دے چې د پاكستان فنكاران د خپلو خپلو سيمو كلتور د نورو صوبو اولس ته ورسوي۔ ده ووئيل د دغسې هلو ځلو په سبب د بېلو صوبو خلق د نورو صوبو خلقو سره خپلې تجربې شېئر كوي او دې سره په صوبو كښې نزديكت۔زياتېږي ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په دې خبره باور لري چې د رېښتونې پاكستاني كلتور د لارې به قامي تشخص خوندي كوٶ۔ده ووئېل دښمن ھڅه كوي چې په څه ډول كلتور او تاريخ مسخ كړي٬ د قام وياړ او پېژندګلې په كلتور وي، دا ډول مېلې په ټولو صوبو كښې كول پكار دي۔ ده ووئيل د انفارمېشن ټيکنالوجي په ګټه كښې اي كامرس هم شامل دے٬ خلق د كورونو څخه د خپلو څيزونو ماركيټنګ كولے شي٬ دا وړومبې ممكن نه وه٬ د اي كامرس د لارې په كورونو كښې جوړ څيزونه ګردې نړۍ ته رسولے كېدے شي او دې سره كورنے صنعت او كلتور هم ژوندې پاتے كېږي۔ده ووئېل دې سره كاروبار ښه كېږي٬ قامي پېژندګلو او سېلګري هم وده مومي

مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں