د راروانو 24 ساعتو په مهال پنجاب او د هېواد په نورو سيمو كښې به موسم يخ او خشك وي، استور كښې درجه حرارت منفي 15 ته رسيدلے، د موسميات محكمه

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال به د اسلام آباد پشمول پنجاب او د هېواد په نورو سيمو كښې موسم يخ او خشك وي دغسې بره خېبر پښتونخوا،شمالي بلوچستان،ګلګت او كشمير كښې به موسم زيات يخ وي دغسې د پنجاب ميداني سيمو او بره سندھ كښې د لړې امكان دے۔ د موسميات محكمې له مخې د پنجاب ځينې ميداني سيمو كښې د سهار په وخت د زياتې لړې امكان دے۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د هېواد زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك دغسې شمالي بلوچستان ،شمالي علاقه جات، كشمير او بره خېبر پخښو نخوا كښې زياته يخنې ؤه ۔رپورټ له مخې كم نه كم درجه حرارت استور،لهه كښې منفي 15،ګوپس ،اسكردو كښې منفي11 ،زيارت، كالام كښې منفي 10، هنزه كښې منفي 8 ، كوئټه، بګروټ كښې منفي7،ګلګت او سري نګر كښې منفي 6ډګري سينټي ګريډ ريكارډ كړے شوے۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں