اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غړي او د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ مشر راجه خرم نواز سره د پاكستان مسلم ليګ ق اسلام آباد صدر رضوان صادق خان ملاقات كړے. د ملاقات په مهال د اسلام آباد په مسائلو خبرې وشوې. په دې موقع رضوان صادق خان د ګرېډ 1 نه تر 15 په ملازمتونو كښې د اسلام آباد كوټه 50 فيصد ته په رسولو د راجه خرم نواز ستائنه وكړه او هيله ئې څرګنده كړه چې هغه به د اسلام آباد د وكړو ستونزې په ترجيحي بنيادونو حل كړي.