د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز مسیحی ورورولۍ له په کرسمس مبارکي وركړه

image
APP46-151220 ISLAMABAD: December 15 - Senator Shibli Faraz, Federal Minister for Information and Broadcasting briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet Meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز مسیحی ورورولۍ له په کرسمس مبارکي وركولو سره وئيلي دي د قائداعظم محمد علی جناح ویژن له مخې د مسیحی ورورولۍ پشمول ټولو اقلیتونو ته پاکستان كښې مذهبی ، كلتوري ،آزادۍ سره د ټولو حقونو ته تحفظ ترلاسه دے، مسیحی ورورولۍ ته هم برابر موقعې او مقام ترلاسه دے۔ده د زيارت په ورځ پاکستان براډ کاسټنګ كارپورېشن (پی بی سی) كښې کرسمس شو كښې د خاص ميلمه په حیث خطاب کولو۔د اطلاعات او خپرونو ایډیشنل سیکرټري شاهیرہ شاهد ، ډائریکټر جنرل ریډیو پاکستان امبرین جان پشمول نور چارواكي هم دستوره كښې موجود وؤ۔دستوره كښې د کرسمس په اړه مختلف ګیت وړاندې كړے شوو او مسیحی لارښودو خصوصی دعا وكړه۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل دا ډول دستورې د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ سبب جوړيږي او مونږ له د مسیحی ورورولۍ په خوشحالو كښې د ګډون كولو موقع راكوي۔ده ووئيل قائداعظم محمد علی جناح دا وئيلي وؤ د اقلتیونو د كلتوري ، مذهبی اقدار تحفظ او برابر مقام د ریاست کار دے ،حکومت د اقلیتونو تحفظ ، برابر موقعو په ایجنډه عمل كوي۔ده ووئيل د اقلیت په بنیاد بايد د چا د سباؤن تعین ونه كړے شي۔ وفاقی وزیر د دستورې په آخر کرسمس کیك هم پرې كړو

مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں