مفاد پرست اپوزيشن د كرپشن بچ كولو په تحريك كښې په بشپړه توګه پاتې راغلے. د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور بيان

image

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي مفاد پرست اپوزيشن د كرپشن بچ كولو په تحريك كښې په بشپړه توګه پاتې راغلے، قوم د دې تحريك نه ښه خبر دے د كوم مقصد چې يوازې د يو څو كورنيو كرپشن بچ كول دي. د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل پي ډي اېم د اولس او هېواد دښمنه تحريك دے او په معيشت او د هېواد په پرمختګ د دې منفي آغېز كېږي. وفاقي وزير ووئيل د ورځې په بنياد د تاريخ د پاسه تاريخ وركول د پي ډي اېم د ناكامې او وروستو كېدو څرګند ثبوت دے او دا د لاهور د ناكامې غونډې نه هم ثابته شوې. وفاقي وزير ووئيل د مولانا فضل الرحمان سياست يوازې د اقتدار نه تاٶېږي راتاٶېږي، د اقتدار هوس هغه د هېڅ نه دې پريښودے خو د هغه د اقتدار خواهش كله هم پوره كېدونكے نه دے. وفاقي وزير ووئيل د مولانا د سياست مقصد د نواز زرداري د غلا دفاع كول دي. وفاقي وزير ووئيل مولانا دې د خلقو دفاع كول پرېږدي او خپل فكر دې وكړي، د خپلو بې نامې جائيدادونو او د اربونو د كرپشن حساب دې وركړي. وفاقي وزير د لاهور په غونډه كښې د محمود خان اچكزي د بيان غندنه كولو سره ووئيل محمود خان اچكزي تل د پاكستان او وفاق په ضد خبره كړې. د هغه بيان صوبائيټ له د هوا وركولو او يووالي ته د زيان رسولو يوه بله هڅه ده. وفاقي وزير ووئيل د آزادې په تحريك كښې د پنجاب د اولس قربانې د چا نه پټې نه دي. ده ووئيل د كرپشن بچ كولو تحريك چې څه كولې شي ، هغه دې وكړي، نه به عمران خان بلېك مېل شي او نه به دوي اېن آر او ترلاسه كړي

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں