رپورټ : ظهيرالحق
پښتو ترجمه: جنت ګل
په ننني جديد دور كښې صنعتي څانګه د يو هېواد د معاشي شرح نمو ودې او د اولس فلاح و بهبود بنيادي څانګه ده. ټول هېوادونه او حكومتونه د اقتصاد د كم پرمختګ نه بچ كېدو لپاره تل د فعاله صنعتي څانګې خواهش لري او د ځينې سختو حالاتو په مهال هم د دې څانګې لخوا د اقتصاد د مرستې عمل روان وي۔ په دې لړ كښې هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي چې ورسره نه يوازې برآمدات زياتېږي بلكې د غېر ملكي قرض د بوج نه هم خلاصي كښې مرسته كېږي۔ بلخوا په كاروبار كښې كمې زياتې٬ بدعنواني٬ اقرباء پروري او اېډهاك ازم له امله د معاشي پرمختګ عمل ځپل كېږي. په پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې زياتره داسې حالات وي چرته چې اقتدار لرونكي خلق قامي وسائل خپل ذاتي مقصدونو لپاره استعمالوي۔
پاكستان هم دا ډول حالاتو سره مخ پاتے شوے او ورسره د ماضي واكدارانو د پاليسو په سبب صنعتي څانګه زياته ځپل شوې ده. يو شمېر صنعتي څانګې بندې شوې دي او د نورو صنعتي ادارو پېداوار تر 40 فيصده كم شوے و. د ټولو نه زياته ځپلې شوې څانګه د پاور لومز وه او زياتره مالكانو خپله صنعتي مشينري په كمه بيعه خرڅه كړې وه خو اوسني حكومت د صنعتي څانګه بحالي ته پام كړے دے او دې مقصد لپاره ئې كاروبار دوست پاليسۍ جوړې كړې دي۔ په نړيواله كچه د كووېډ-19 صورتحال په سبب كارخاندارو ته موقع په لاس ورغله چې برآمدات زيات كړي٬
صنعتي ادارو خپل بشپړه استعداد سره پېداوار پېل كړو ځكه چې لوے برآمدي آرډرز پوره كول باوري كول وو چې ورسره د روزګار د لكونو په شمېر موقعې پېدا شوې۔ د كرونا وباء په مهال حكومتي چارواكو ښه ګامونه پورته كړل چې ورسره نه يوازې د كاركنانو روزګار ته تحفظ ترلاسه شو بلكې صنعتي څانګې هم ښه پرمختګ وكړو۔ حكومت برآمدي څانګې ته خاص پاملرنه وكړه او دې څانګې ته ئې زيات مراعات وركړل۔ د پاكستان مركزي بانك سټيټ بانك د صنعتي څانګې مالي مرستې لپاره ډېر اقدامات وكړل. د موټروے په اېم تھري د صنعتي ښار جوړېدو رفتار زيات شو. علامه اقبال صنعتي زون هم ترسره كېدونكے دے.په دې وخت كښې په صنعتونو او كوچنو كارخانو كښې د پېداواري استعداد نه درې چنده زيات برآمدي آرډرز موجود دي او ځكه دوي خپل پېداواري صلاحيتونو زياتولو ته اوس پام كړے چې دغسې برآمدي آرډرز په وخت ځائ ته ورسول شي. هيله ده چې د رخت په صنعت كښې به لړ نه لږ 4 زره نوې اېئر جېټ لومز ولګول شي چې ورسره په قامي برآمداتو كښې د ځانګړې اضافې امكان دے۔ د فېصل آباد د ايوان صنعت او تجارت صدر انجينئر حافظ احتشام جاوېد وائي چې دا خبره د ډاډ وړ ده چې د اكتوبر نه تر دسمبر كال 2020 د برآمداتو حجم دوه اربه ډالر د مياشتني نه 2.357 اربه ډالرو ته رسېدلے دے. بلخوا حكومت د مشينرۍ د درآمد په پاليسۍ كښې نرمي او اسانيې هم معرفي كړې دي او د اوږدې مودې قرضې ئې وركړې دي۔ هغه وائي چې په دې وخت كښې يو شمېر صنعتكار د 30 نه تر 35 زره ايئرجېټ لومز درامد كوي چې ورسره به دا څانګه په ډيجيټل مشينرۍ منتقله شي۔ ده ووئيل چې د دې رجحان په سبب به د روزګار زياتې موقعې پېدا شي او په راتلونكو دوه دريو كلونو كښې به يوازې په فېصل آباد كښې 10 مليونه د روزګار نوې موقعې پيدا شي۔ حافظ احتشام وائي چې د فېصل آباد انډسټريل سټېټ اينډ مېنجمنټ كمپني (فيډمك) د وړاندې نه د موجود او د نويو صنعتي ځايونو جوړولو او د دې د پرمختګ عمل ګړندے كړے۔ ده ووئيل مونږ د سرمايه كارۍ ٬ كاروباري آسانيو او د طريقه اسانولو د اقداماتو اعتراف كوٶ. د دې نه علاوه حكومت لويو پنځو برآمدي صنعتونو لپاره د تعطل نه غېر د توان وركولو ، د برېښنا او ګاز بيعه ټيټولو لپاره هم اقدامات كړې دي چې ورسره د صنعتكارو اعتماد بحال شوے دے. دې سره به مونږ د كال 2025م برآمدي هدف هم ترلاسه كړے شو۔ د پاكستان هوزري مينو فيكچررز اينډ ايكسپورټرز اېسوسي اېشن پخواني وائس چيئرمېن كاشف ضيا ووئيل چې حكومت مالياتي مسئلې په كاميابۍ سره حل كړې دي او په دې لړ كښې برآمدي څانګو ته ريفنډز هم زر تر زره او په وخت وركول كېږي۔ ده ووئيل د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې د برآمد كوونكو د مالي ستونزو په خاتمه كښې مرسته وشي او اعتماد به هم زيات شي۔ ده ووئيل وړومبې د ريفنډز عدم ادائيګۍ له امله د برآمد كوٶنكو زيات رقم به نه ادا كېدو خو اوس د ادائيګې نوې نظام وضع كړے شوے دے چې ورسره به د صنعتكارو لا زياته ډاډګيرنه وشي۔ كاشف ضياء زياته كړه چې مجوزه پنځه كلنې ټېكسټائلز برآمدي پاليسۍ سره په برآمداتو كښې دوه چنده اضافه كېدې شي خو په دې لړ كښې به د پاليسو تسلسل روان ساتل وي۔
د آل پاكستان ټيكسټائل پراسېسنګ ملز اېسوسي اېشن فېصل آباد ريجن چيئرمېن شېخ شاهد جاوېد ووئيل يو وخت ٶ چې فېصل آباد به د پاكستان مانچسټر ګڼل كېدو خو د ماضي د واكدارانو د ناقص پاليسو په سبب دا مقام په ختمېدو ٶ خو د موجوده حكومت د اعلٰې پاليسو او صنعتي څانګې لپاره د غوره مراعاتو په سبب د بچ كړے شو۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د واضح وژن له مخې د نجي څانګې ډاډګيرنه شوې ده او د قامي معيشت مركزي صنعتي څانګه د غوره كاركردګۍ په سبب ښې نتيجې وركوي۔ شېخ شاهد جاوېد ووئيل چې په ننني دور كښې د ځوانانو اهميت زيات شوے دے او د اوسني واكدارانو د پاليسو په سبب به دې طبقې لپاره د روزګار پراخه موقعې رامخې ته شي۔ ده ووئيل څو كاله وړاندې به سكرېپس لومز خرڅول كېدل خوا دا خبره د ډاډ وړ ده چې اوس لومز شپه او ورځ كار كوي۔ ده د هند څخه د رخت د قاچاق لار نيولو لپاره د وزيراعظم عمران خان د اقداماتو ستائنه هم وكړه د كومې په سبب چې به ځائي څانګه ځپلې كېده۔ ده ووئيل د رخت درآمدات به هره ورځ د 7.5 نه تر 10 مليونه ميټره كېدل او د قاچاق د خاتمې په سبب په ګوجرانواله كښې واټر جېټ لومز شپه او ورځ كار كوي دغسې چې د شېفون ځائي طلب ترسره كرے شي۔
ده زياته كړه چې په فېصل آباد كښې هم د واټر جيټ لومز درې يونټس لګول شوي دي چې ځائي طلب ترسره كړے شي۔ ده ووئيل حكومت د برېښنا او ګاز په بيعه كښې د ريليف انقلابي اقدامات كړي دي او صنعتكار به هم د قامي معيشت استحكام لپاره د حكومت بشپره مرسته كوي۔