د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اعلیٰ پائې غونډه

image

اسلام آباد 09 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د پنجاب او خېبر پښتونخوا حکومتونو له ټاسك وركړے چې د كروندګرو د مارکیټونو شميره زياتولو لپاره په 24 ساعته كښې د عمل جوګه منصوبه وړاندې كړئ او د خوراك څښاك څيزونه په سرکاری نرخ نامه نه خرڅونكو په ضد سخته کارروائی وكړئ۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم په مشرۍ كښې د اعلی پائې غونډه وشوه چې پكښې د خوراك څښاك څيزونو په بيعه كښې د كمي كولو په اړه په انتظامی اقدامات د پیشرفت جاج واخستلے شو۔ وفاقی وزيرانو ،صلاحكارو ،صوبائی وزيرانو او اعلی چارواكو په غونډه كښې ګډون كولو۔ د څلورو واړو صوبائی چیف سیکرټريز د ويډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔وزیراعظم د هول سیل او ریټیلرز په كچه په بيعه كښې په فرق د تشويش څرګندونې كولو سره ووئيل دې څخه د کمزورې عملدرآمد میکنزم او د ریګولیټری میکنزم كښې خرابۍ په ګوته كيږي۔ده ووئيل په لويو ښارونو كښې د كروندګرو محدود مارکيټونه هم د كروندګرو د استحصال يوه وجه ده۔ د مډل مېن اړخه ناحق ګټې په وجه نرخونه زياتيږي او دې سره غريب ځپلے كيږي۔وزیراعظم صوبائی چیف سیکرټريز له ټاسك وركړو چې د اوړو پیداوار زياتولو لپاره د غنمو د اوړو په اړه كوټلي منصوبه وړاندې كړئ دغسې چې د اوړو بيعه كمه كړے شي۔وزیراعظم پنجاب او د خېبر پښتونخوا صوبائی حکومتونو له ټاسك وركړو چې په 24 ساعته كښې د فارمر مارکیټونو شميره زياتولو،نجی څانګې له د خپلو ذاتی مارکیټونو جوړولو لپاره د این او سی شرط ختمولو له د عمل وړ منصوبه وړاندې كړئ

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں