د فرانس حكومت او مشرتابه دې د اړي ګړي او تعصب پېدا كوؤنكو اقداماتو په ځائې د اولس يو موټې ساتلو له ګامونه پورته كړي۔ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي نړيوال كنفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد۔20فروری(اے پی پی)صدرمملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د فرانس حكومت او مشرتابه دې د اړي ګړي او تعصب پېدا كوؤنكو اقداماتو په ځائې د اولس يو موټې ساتلو له ګامونه پورته كړي ولې چې د داسې نه كولو په صورت كښې به چې كوم زيان وشي هغه به په كلونو احاطه لري۔ د فرانس حكومت او مشرتابه دې د مسلمانانو محاصره كوؤنكې رويې او قانون نه ډډه وكړي۔ آزادۍ سره د رائې څرګندونې په بانه د مقدس شخصياتو د سپكاوي مخنيوي له بشپړه نړيوال ګامونه پورته كولو او تګلاره جوړول وي۔ د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له به د ټولو اقليتونو په شمول مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي۔ د خالي په ورځ ايوان صدر كښې د مذهبي او اقليتي چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او امپلي مېنټېشن مينارټيز فورم تر سېوري لاندې د مذهبي آزادو او د اقليتونو حقونو حوالې سره د نړيوال كنفرنس د پايې سېشن ته خپل خطاب كښې صدر ووئيل د پېغمبراسلام ۖ او خلفائے راشدین دور د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ حوالې سره ځانګړې حېثيت لري۔ هغه ووئيل اسلام كښې د اقليتونو د حقونو احاطه شوې ده۔ هغه ووئيل د هېواد د آئين آرټیکل 20، 21، 25 او آرټیکل 27 د اقليتونو حقونو ته بشپړه تحفظ وركوي۔ دا مهال قومي اسمبلۍ كښې د اقليتي غړو شمېره 10 او سېنېټ كښې 4 ده۔ صدر ووئيل په هندوستان كښې  د اقليتونو په ضد قانون بدلولے شي چې ورسره وضعه ناوړه كېږي۔ هغه ووئيل د هند په پارليمان كښې د مسلمانانو يوازې 2 فيصده نمائندګي ده۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې دا ښكاره پېغام وركړو چې د ناموس رسالت معاملې كومه هم سودا كېدې نه شي۔ مسلمان خپل پېغمبر سره ډېر زيات محبت لري۔ څنګه چې مغرب كښې هالوكاسټ سره اړونده قانون سازي شوې دغسې د اسلام اور نورو مذهبونو مقدس شخصياتو عزت او تكريم معاملې ته هم اهميت وركړے شي۔ صدر د كنفرنس منتظمینو او دې كښې د ګډون كوؤنكو مننه كولو سره ووئيل  حکومت به ددې كنفرنس په مهال د ترتيب كړې شويو وړاندېزونو جاج اخلي۔ دې نه وړاندې صدر كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو ته انعامونه او شيلډز وركړل۔

مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis
متعلقہ مضامین
مزید خبریں