لاهور ۔13جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم د احتساب په اړه صلاحكار شهزاد اكبر وئيلي دي سياسي اشرافيه به د مني لانډرنګ سره سره د كرپشن په پېسو خپله دفاع هم كوله۔ په براډ شيټ كېس كښې سياسي اشرافيه بې نقابه شوې۔ د نواز شریف او مریم نواز براډ شیټ كېس مو اولس ته وړاندې كړے او د دوي غلا مو نيولې۔ مريم اورنګزېب او د ګوند نورو غړو ته چېلنج او د 72 ساعتو وخت وركوم چې هغوي د انجم ډار لخوا کیو مساوی ته د بډو د ورګري پېشكش تحقيقات لپاره لندن پوليس ته درخواست وركړي۔ كه دوي دا همت نه لري نو زه دا كار كولو له ځم۔ براډ شيټ چې د كومو خلقو تحقيقات كول په دې اړه به معلومه شي چې د دوو سوو كسانو فهرست عمران خان يا شهزاد اكبر نه دے جوړ كرے دا د يوې لوظنامې له مخې جوړ كړے شوے ؤ۔ د شورؤ په ورځ هغه په 90 شاهراہ قائداعظم خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ شهزاد اکبر ووئيل وزيراعظم عمران خان په خپل ټوئټ كښې پانامه پېپر او د براډ شيټ په معامله سياسي اشرافيه په ډاګه كړې۔ وزيراعظم دا معلومول غواړي چې چا چا او كله كله اېن آر او اغستې۔ پخوا كه كوم ډيل شوے يا اېن آر او نو ګټه ئې پي پي پي ته او ن ليګ ته رسېدلې۔ ده ووئېل اولنے ډيل پروېز مشرف سره شوے ؤ ٬ په حدېبېه پېپر ملز كېس كښې هم ډيل شوے۔ اول اېن آر او وركولو سره بهر لاړل بيا ئې وېښته لګولو سره ووئيل كوم ډيل ما نه دے كړے۔ دويمه اېن آر او 2007ﺀ كښې ن ليګ او پي پي پي كړې۔ شهزاد اکبر ووئيل دواړو ګوندونو ترمينځه كوم فرق نشته۔ هغه ووئيل مريم اورنګزېب اخو دېخوا خبرې وكړې او روانه شوه۔ كومې شمېرې ئې نه دي ښودلې۔ شهزاد اکبر ووئيل اپوزيشن د نېب 34 شقونه بدلول غواړي كه عمران خان دغسې وكړل نو دوي به بيا د هغه ستائنې كوي۔ هغه ووئيل د پاكستان بلېك لسټ ته تلل د قامي سلامتيا مسئله ده ولې اپوزيشن د پرسنل سېكورټي غوښتنه كوي۔ هغه ووئيل په لسو كلونو كښې نېب د 125 اربه روپو او په تېرو دوو كلونو كښې 390 اربه روپۍ ريكور كړي او دا د اېن آر او نه وركولو له امله شوې۔ شهزاد اكبر ووئيل مريم اورنګزېب دې اووائي چې په براډ شيټ كېس كښې كوم فرم هائر كړے شوے۔ هغه ووئيل زمونږ ښكاره دريځ دے چې د 2000 نه تر كال 2020 معاملې رامخې ته كړې شي۔ د كال 2009 نه تر 2016 د پېسو ادائيګي د دغې ګوندونو د نالائقۍ له امله شوې ۔ شهزاد اکبر ووئيل د براډ شيټ تحقيقات كښې به د ايون فيلډ ٬ نېسكون او د شريفې كورنۍ په شمول د پي ډي اېم نامې هم رامخې ته شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل كه نېب مريم نواز يو وارې بيا تحقيقات لپاره وغواړي نو زه به پخپله د هغې ضمانت منسوخ كولو له ځمه۔ د وزيراعظم صلاحكار ووئېل مونږ غواړو چې حكومت سره د معافۍ اختيار نه وي او مقدمې منطقي انجام ته ورسيږي ۔