اسلام آباد 01 دسمبر (اے پی پی) وفاقی کابینې د کورونا وائرس ویکسین ترلاسه كولو ، د استعمال د تګلارې اصولی منظوری وركړې ده،تر ټولو اول به د کورونا وائرس په ضد جنګيدونكې هیلتھ ورکرز ، دوئمه پام لرنه به د 60 كالو څخه زيات عمره دغسې په دريم پړاؤ كښې به د کورونا وائرس عامو رنځورانو له دا ویکسین وركولې شي، د 2021 په وړومبنو درېو مياشتو كښې د کورونا ویکسین پاکستان ته د رارسيدو امکان دے، کابینې د کورونا په علاج كښې موثره ثابتيدونكو داروګانو REMDESIVIR” ” 100ملی ګرام انجیکشن بيعه 9,244 روپو څخه 5,680 روپۍ مقرر کولو نه علاوه د ائیر سیال پرائیوټ لیمټډ ریګولر پبلك ټرانسپورټ لائسنس تجدید ، د دفاع وزارت له د پاکستان نیوی انجنئیرنګ کالج او یلدیز ټیکنیکل يويورسټۍ ترکیې ترمينځه د مرستې په پروټوکول لاس ليك كولو، د پوسټل لائف انشورنس کمپنۍ چیف ایګزیټو آفیسر تعیناتی او د اسلام آباد میټروپولیټن کلب ودانۍ د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربيې وزرات ته د سپارلو منظوری هم وركړه او په دې بلډنګ كښې د نېشنل کالج آف آرټس اسلام آباد کیمپس جوړولو په اړه درې كسيزه کمېټۍ جوړه كړې شوه كومه به چې خپل سفارشات مرتب کوي، ملتان كښې د پی ډی ایم جلسې انتظامیې او مشرانو په ضد به مقدمه درج کولې شي، پی ډی اېم د عدالت د توهین مرتکب شوے، ټول هېواد كښې په جلسو جلوسونو بنديز دے خو پی ډی ایم به د لاهور جلسې څخه نه منع كوو خو د هغوي په ضد به قانونی کارروائی ضرور كيږي۔ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو فاقی وزیر سینیټر شبلی فراز د روغتيا خاص مرستيال ډاکټر فیصل سلطان سره د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقی کابینې غونډې نه پس ميډيا ته بريفنګ وركولو۔ وفاقی وزیر سینیټر شبلی فراز ووئيل وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډه شوې ۔وزیراعظم د کورونا موجوده صورتحال په اړه خبره كولو سره ووئيل دا مهال هېواد له سنجیده پريكړو او رویو ته اړټيا ده۔ ده ووئيل پاکستان كښې د کورونا په وجه په يوه ورځ كښې زيات كسان مړه شوي او دې سره په مجموعي توګه د مړو شميره زياته شوې ۔وزیراعظم په واضحه ټكو وئيلي په داسې صورتحال كښې جلسې كول د وګړو د ژوند سره لوبې كول دي۔ده ووئيل د اسلام آباد هائی کورټ د جلسو په ضد د پريكړې باوجود اولسي غونډې كول د عدالتی احکامات خلاف ورزی ده۔وزیراعظم واضحه كړې چې کورونا وبا په وجه د روغتيا محکمې اهلکار او روغتونونه دباؤ سره مخ دي او مونږ ټولو له به په كډه د وباﺀ خپريدو مخنيوي كول وي۔کابینې ته د حکومت د اړخه د پيل كړو 2 لويو پروژو ، راوی ریورفرنټ اربن ډویلپمنټ پراجیکټ او بنډل آئی لینډ په اړه په تفصیلی توګه بریفنګ وركړے شو۔