د علامه اقبال ﴿رح﴾ سوچ او فكر به تل زمونږ لارښونه كوي. وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان حكيم الامت، مفكر پاكستان علامه محمد اقبال ﴿رح﴾ ته د عقيدت پېروزينه وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د علامه اقبال ﴿رح﴾ سوچ او فكر به مونږ متاثر كولو سره سره تل زمونږ لارښونه كوي. وزيراعظم عمران خان د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې د اېراني دانشور ډاكټر علي شريعتي د مضمون حواله وركړه كوم چې د علامه اقبال ﴿رح﴾ د فكر او فلسفې په عالمانه انداز كښې احاطه كړې. وزيراعظم د ډاكټر علي شريعتي د مضمون څخه اقتباس هم شريك كړو په كوم كښې چې ډاكټر علي شريعتي د علامه اقبال په باره كښې وئيلي دي چې هغه د ماديت د خمير څخه راپورته شوې او خالص روح لرونكې عظيم صوفي دے كوم چې په يو وخت كښې د سائنس تكنيكي پرمختګ او زمونږ په وخت كښې د انساني منطق پرمختګ ته د تعظيم او توقير په سترګه ګوري

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں