د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر سره په پاكستان كښې د چين سفير ملاقات وكړو

image

اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر سره په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د نهې په ورځ ملاقات كړې۔په دې موقع د تخفيف غربت او د سماجي تحفظ ډويژن سېكرټري محمد علي شهزاده هم موجود وو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ثانيه نشتر ووئيل چې په چين كښې د غربت د خاتمې په مهمه كارنامه د چين حكومت او مشرانو ته مباركي وركوو۔دا د انساني تاريخ يو عظيم مثال دې چې 770 ملين خلك د 40 كلونو په موده كښې دغربت څخه راويستلې شوي۔د ملاقات په مهال د جمهوريه چين او د پاكستان د تخفيف غربت او د سماجي تحفظ ډويژن لخوا تيار كړی شوي د تفاهم د يادښت په مسوده خبرې وشو۔ډاكټر ثانيه نشتر نونګ رونګ ته په پاكستان كښې د چين د سفير په حېث په ټاكنه مباركي وركړه او د غربت خاتمې لپاره يې د سي پیك په اهميت زور راوړو۔هغې ووئيل چې سي پیك نه يوازې زمونږ د لازوال دوستۍ عملي څرګندونه ده بلكې دا د سماجي او معاشي پرمختګ يو مثال دې۔ثانيه نشتر د چين او پاكستان ترمينځه د ورورولۍ په قوي اړيكو مباركي هم وړاندې كړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں