پاكستان په هغو هېوادونو كښې شامل دې په كومو چې د موسمياتي بدلون آغېز كېږي٬د كوروندګرو آسانې لپاره د عمل وړ تحقيق ضرورې دې۔ وفاقي وزير سيد فخر امام

image

اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي)د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام وئېلي دي پاكستان په هغو هېوادونو كښې شامل دے په كومو چې د موسمياتي بدلون آغېز كېږي٬د كوروندګرو آسانۍ لپاره د عمل وړ تحقيق ضرورې دے۔ده دا خبرې د فور برادرز ګروپ پاكستان تر سيوري لاندې په كركيله د موسمياتي بدلون آغېز په لړ كښې د يو ورځني سېمينار وروستۍ غونډې ته وكړی۔ده د غنمو٬پومبې او د ګني په اړه خبرو كښې ووئيل پاكستان ته د خپلو فصلونو زياتولو ضرورت دے٬پاكستان يو لويې زرعي هېواد دے۔ده ووئيل د بارانونو په نتيجه كښې په فصلونو مرضونه راځي۔دې لپاره د كروندګرو آسانيو لپاره د عمل وړ تحقيق ضرورې دے۔ده ووئيل پاكستان د كركيلې ټېكنالوجۍ او د جينياتي انجيئنرنګ په اړه تحقيق لپاره چين سره په ګډه كار پیل كےی۔وفاقي وزير د كركيلې څانګې بهترۍ لپاره د كار كوونكو سائنسمدارو ستائنه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں