د كرپشن او د ووټونو د اخستلو خرڅولو بازار بندلولو لپاره د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټ د لارې كول غواړو۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

ملتان 06 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د كرپشن او د ووټونو د اخستلو خرڅولو بازار بندلولو لپاره د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټ د لارې كول غواړو٬مونږ غواړو چې داسې سپيځلې نظام راوړلې شي چې پكښې د كرپشن او د اخستلو او خرڅولو بازار بند شي۔د پي پي پي او (ن)ليګ په قول او فعل كښې تضاد دې٬دواړو ګوندونو د چارټر آف ډيموكريسي په 23م شق كښې ليكلې وو چې د سېنېټ ټاكنې به د اوپن بېلټ د لارې كولې شي٬اوس دواړه ګوندونه د خپل قول نه په شاه شوي۔ده دا خبرې بېلا بېلو دستورو د وېنا كولو په مهال وكړې۔خارجه وزير ووئيل چې مونږ په ستره محكمه كښې خواست كړی چې آئيني تشريح وشي۔ده ووئيل چې مونږ قانون سازۍ لپاره په دريو كښې دوه اكثريت نه لرو خو د سپيځلې نظام د بنياد پوره هڅه به كوو۔ده ووئيل چې د پاكستان تاريخ ګواه دې چې د سېنېټ په تېرو ټاكنو كښې پاكستان تحريك انصاف په شكايت ترلاسه كېدو خپل د صوبائي اسمبلۍ 20 غړي د ګوند نه بې دخل كړي وو۔وزيراعظم عمران خان واضحه اعلان كړی چې پھ كرپشن به سودا نه كېږي او نن مونږ هم په دې دعویٰ ولاړ يو۔ده ووئيل چې پي ډي اېم يو خوا حكومت ته جعلي حكومت وائي او بل خوا د سېنېټ په ټاكنو كښې برخه اخستلو سره هم دې جعلي اسمبلۍ ته تلل غواړي

مضمون کا ماخذ : loteria Ceará
متعلقہ مضامین
مزید خبریں