رشكئي سپيشل اكنامك زون تين يونټس جوړولو لپاره به 42.2 مليونه ډالره سرمايه كاري كولې شي، د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وزير اسد عمر

image

اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ او خصوصي اقدامات وزير اسد عمر په مشرۍ كښې رشكئي سپشل اكنامك زون په اړه د غونډې په مهال دا اعلان شوي چې حكومت د سي پيك ترمخه 42.2 مليونه ډالره سرمايه كاري كولو سره رشكئي سپيشل اكنامك زون (ايس اي زيډ) درې يونټ جوړولو منصوبه جوړه كړي۔ده دا اعلان هم كړې چې سټيل پلانټ وړومبې يونټ جوړيدونكې دې او دې لپاره به مشينري زر تر زره درآمد كړې شي۔په وړومبي پړاؤ كښې به 79 مليونه ډالره سرمايه كاري كولو سره وړومبې يونټ جوړژلې شي۔دغسې په دويم پړاؤ كښې به 77 مليونه ډالره سرمايه كاري كولو سره صنعتي سټيل جوړولو له يو بل يونټ جوړولې شي۔ غونډه په اېس اي زيډ كښې د كار پيشرفت او په خاص توګه زون له ګاز او برېښنا وركولو په اړه خبر كړې شوه

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں