اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملك اپوزېشن له يو ځل بيا د خبرو اترو بلنه وركولو سره وئيلي چې د هېواد د پرمختګ لپاره د د كركې او انتشار سياست به ختمول وي،د انتشار سياست کونكې د هېواد خېر خواه نه دي،كه پاکستان وي نو مونږ به يو، سياست به وي،د هېواد دښمنه عناصر د هېواد په پرمختګ كښې خنډان راولاړوي،د هېواد څخه د غريبۍ او بے روزګارۍ خاتمه او پسمانده سيمو پرمختك د وزيراعظم وژن دے۔د خالي په ورځ د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملك نيوز کنفرنس ته وينا كښې وئويل هېواد كښې هر پلو د اړې كړې سياست كېږي،داسې كښې چې د حکومت د اړخه د اولسې ښګړې لپاره كوم اقدامات كېږي د هغې څخه خبرولو ته اړتيا ده، حکومت اولس له ريليف وركولو له چمتو دے، وزيراعظم شهباز شريف غواړي چې هېوېاد كښې روزګار باوري شي ، ګراني ختمه شي او پسمانده پاتې شوې سيمې او هلته وګړي د هېوېاد د نورو سيمو برابر كړې شي،د ګرانۍ ختمولو سره به په اولس بوجھ كم شي۔ده ووئيل هېواد كښې دا مهال د خوارجو بريدونه روران دي، د عمران خان په هره خبره د هغه حمايتيان لبيك وائي،اول پوځ ته د نيوټرل پاتې كيدو خبره ،بيا پينترا بدل شوه او وائي چې نيوټرل ځناور وي،بيا ئې ووئيل چې چيف د قام پلار وي ، بيا پلار ته مير جعفر وئيلې شو،بيا د امريكې په اړه وئويل شول چې هغوې سازش کړې،پوځ ته ووئيل شول چې د دې سازش څخه دې بچ كړې شو، بيا پينترا بدل شوه او ووئيل شول چې پوځ موڼږ تباه کوي، امريکا دې زمونږ مرسته وكړي،بيا د امريکې د قراردار شور پيل شو، بيا د اسټيبلشمنټ تر قبر رسولو وئويل شول او د 9 مئي پېښه وشوه كله چې د د شهيدانو د يادګارونو بے حرمتي وشوه، اوس يو ځل بيا عمران خان وائي چې اسټيبلشمنټ سره خبره كوو، مسلم ليګ (ن) مونږ جنګوي۔