د چيف جسټس په ضد شرانګيزه ډنډوره ، د قتل فتوې د غندنې وړ ده،رياست به د داسې غږونو په ضد پريكنده كاروائي كوي ،د فساد خپرونكو په ضد به كاروائي كولې شي: د وفاقي وزيرانو پرېس کنفرنس

image

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف او احسن اقبال د چيف جسټس قاضي فائز عيسي په ضد د شرانګيزه ډنډورې او د قتل فتوې سخته غندنه كولو سره ووئيل د داسې ډول غږونو په ضد به رياست پرېكنده كاروائي كوي،د كومې ډلې د سياسي ګټې په بنا به رياست په هيڅ صورت ډکټيشن قبلول نه كړي ،هر خاص او عام ته وئيل غواړو چې رياست به چا له هم د بل چا د وژلو لپاره د فتويٰ جاري کولو اجازه نه وركوي او نه به حکومت د دغسس ډول رويو اجازه وركړي ،هېواد كښې فساد او انتشار خپرونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔دوي د ګل په ورځ د پي ټي وي هيډکوارټرز كښې شريك پرېس کنفرنس ته وينا كوله۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل كه نن د يوې ډلې د اړخه بے بنسټه ډنډوره پيل كړې شوه ، د قاضي فائز عيسي په اړه چې كومه خبره وكړه شوه، په ماضي كښې بيا بيا د دغې خبرې وضاحت شوے چې قاضي فائز عيسي د كومې پريكړې يا بيان سره هيڅ تعلق نه لري، دا د څو كسانو د سياسي مفادات سره تعلق لري، هغوې بيا بيا دې مسئلې له هوا وركوي، پاکستان كښې د مذهب په نامه د وينې بهيولو هڅې كېږي، سپريم کورټ هم په دې اړه وضاحت کړے،په دې اړه پرله پسې ډنډورې كېږي۔ده ووئيل هر خاص او عام ته وئيل غواړو چې رياست به چا له هم د بل كس د قتل فتوې جاري کولو اجازه نه وركوي، په رياست كښې كه دا ډول ښكاره چھټي وركړې شوه نو د رياست به نوم هم پاتې نشي، سياسي او د نورو ګټو تر نظره نيولو سره په سوشل ميډيا اولس د قتلولو لپاره راپارولو له هڅې كېږي، د انتها خوښې پوسټونه په سوشل ميډيا لګولې كېږي ، حضورؐ د ټولو جهانونو لپاره د رحمت العالمين په توګه راغلے ، د داسې مذهب په نامه كوم چې د رحمت او برکتونو مذهب دے د دې ډول فتوو کوم ګنجائش نه لري،دا ټول په دروغو اډانه دي، رياست به په دې اړه كاروائي كوي۔قانون به په بشپړه قوت سره په حرکت كښې راځي، د دې ډول څيزنو به چرې هم اجازه ورنه كړې شي۔ده ووئيل ختم نبوت زمونږ د ايمان برخه دے او مونږ ټولو له به د دې خبره پخلے كول وي ٬ په ټولنه كښې داسې کمزورۍ ضرور شته، د كومې له امله چې د خپل ايمان ظاهري حېثيت بيا بيا رامخې ته كولے كېږي او وګړي د هغې تقليد وكړي۔ ده ووئيل اسلام د مينې او يووالي پيغام دے، د اسلام دا مخ دې ټولې نرۍ ته وښودلې شي۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل د بے بنسټه تورونو په وجه هم سزا وركولې كېږي۔ده ووئيل د چيف جسټس قاضي فائز عيسي په ضد ډيرې مودې راهسې سازش روان دے،زمونږ اعلي عدليه د آئين له مخې پريكړې او د آئين تشريح کوي،د آئين حکمراني او انصاف ته اړتيا ده۔ د كوم سياسي ګټې په سوب به رياست په هيڅ صورت ډکټيشن قبلول نه كړي ۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل هر يو تكس د مذهب به استعمالولو سره خپله دكانداري كوي،د دې اجازه به چا له ورنه كرې شي ، دا ډول فتوې او د يو كروړ روپو اعلان څخه زيات ناوړه حرکت نه شي كيدے،د دغې په ضد به ايكشن ټولو ته ښكاره شي۔ده ووئيل د تير پرلت په اړه د قاضي فائز عيسي د پريګړې نه بس د هغه كورنۍ هم په نخښه كړې شوه،د هغه په ضد ريفرنس كښې پخوانے حكومت شرمندګۍ سره مخ شو۔ده ووئيل د 100 فيصده دروغو په بنياد د چيف جسټس قاضي فائز عيسي په ضد فتوې وركړې شوه او يو كروړ روپۍ انعام مقرر كړے شو ،دې سره په ټوله نړۍ كښې د پاکستان نامه بدنامه شوه ۔ده ووئيل حکومت او قام ته يوه موقع ترلاسه شوې چې د رياست په ضد د دې ډول ډنډورو سلسله بنده كړې شي، په ماضي كښې چې كومې غلطۍ شوې د هغې د ازالې وخت دے دغسې چې وګړي رياست سره ټوقې ونه كړي، كه د قانون مخصوص استعمال وكړے شي نو هغه قانون بيا قانون نه پاتې كېږي۔د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئيل چيف جسټس آف پاکستان د عدليې مشر دے او عدليه مهمه رياستي ستن ده۔ چيف جسټس په اړه بيان د پاکستان آئين او دين نه ښكاره بغاوت دے۔ده ووئيل دا هغه طبقه ده كومه چې په كال 2018 كښې د يو خاص مقصد لپاره اودرولې شوې وه۔ده ووئيل څوك چې د وګړو په ايمان فتوې ورکوي ٬ هغوي د لوئي څښتن كار پخپلو لاسو كښې اخلي ۔ پاکستان كښې آئين، عدالتونه او قانون شته او چا ته هم دا اجازه نشته چې په بل تن د قتل فتوې ولګوي۔ د سزا او جزا اختيار صرف دعدالت سره وي۔ده ووئيل چيف جسټس له دهړكې وركول د آئين نه ښكاره بغاوت دے۔ترهه ګري ، ځانمرګي بريدونه او دا ډول فتوې د اسلام سره هيڅ تعلق نه لري۔د دې ډول عناصرو به ضد به قانون په بشپړه قوت سره په حرکت كښې راځي۔دا مهال مسلمانانو له يو موټے كيدو ته اړتيا ده۔ هېواد كښې فساد او انتشار خپرونكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔بايد څوك هم د مذهب ټھيکيدار جوړ نه شي۔ده ووئيل چيف جسټس پاکستان قاضي فائز عيسي په ضد په ښكاره دا اعلان کول چې چا د هغه سر قلم کړو هغه له به يو كروړ انعام وركوم ،د آئين او دين ښكاره بغاوت دے۔ده ووئيل كوم هم مسلمان له د خپلې عقيده ختم نبوت(ص) لپاره د كوم ګوند څخه د سرټيفکيټ اخستلو ضرورت نشته۔د چا د ايمان پريكړه انسانانو له نه ده كول، دا هغه كار دے كوم به چې لوئي څښتن د قيامت په ورځ كوي۔څوك چې د وګړو په ايمان فتوې ورکوي هغوي د لوئي څښتن كار په لاسو كښې اخلي۔ پاکستان كښې آئين، عدالتونه ، او قانون شته،دلته چا ته هم اجازه نشه چې د بل كس د قتل فتوې جاري کړي ځكه چې د سزا او جزا اختيار يواځې عدالت سره دے۔ احسن اقبال ووئيل د پاکستان علماﺀ په ګډه د پيغام پاکستان په صورت د دې رويې غندنه كړې۔د هغوي فتويٰ شته چې ترهه ګري ، ځانمرګي بريدونه او دا ډول فتوې اسلام سره تعلق نه لري،د دې اختيار يواځې رياستي ادارو سره دے۔احسن اقبال ووئيل دلته وګړي د مذهب په نامه راپارولې كېږي چې هغوې فتوې وركړي۔ سيالکوټ كښې د سري لنکا وګړې په وژڼه د ټول قام شرمندګي شوې۔دغسې جړانواله، سوات او نورو ځايونو كښې وګړي د سياست لپاره راپارولې كېږي۔ حکومت د دې ډول رويو خپلولو اجازه نه وركوي۔چا ته هم دا حق نشته چې د چا د ايمان پريكړه وكړي۔

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں