پاكستان د آسيان او غړو هېوادونو سره خپلو اړيكو قوي كولو له لوظي دے: محمد سائرس سجاد قاضي

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) خارجه سيكرټري محمد سائرس سجاد قاضي وئيلي دي سيمه ايز امن ، سلامتيا او مرستې لپاره د آسيان او غړو هېوادونو سره پاكستان خپلو اړيكو قوي كولو له لوظي دے،د آسيان سيمه ايز يووالې او سوكالۍ لپاره كردار د ستائنې وړ دے۔د خارجه دفتر د اړخه ترلاسه شوې بيان به مخې خارجه سيكرټري د 27 جولائي څخه لائوپي ډي آر كښې روان 31م آسيان ريجنل فورم وزارتي غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔په غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره ده د ايشيا پيسفك سيمه كښې په سيمه ايزو شخړو د پاكستان نقطه نظر څخه ګډون كونكې خبرولو سره د ډلو د سياست په ځائې په خبرو اترو او د شموليت په حاجت زور راوړو۔ده د هند په غير قانوني تسلط كښې د كشمير سيمې اولس خراب حالت رامخې ته كولو سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او د كشميريانو د خواهشاتو له مخې د دې شخړې حل كولو په حاجت زور راوړو۔خارجه سيكرټري د غزه او افغانستان صورتحال پشمول په سيمه ايزو چارو د پاكستان موقف وړاندې كړو۔د آسيان ريجنل فورم په موقع خارجه سكرټري د آسيان ډپټي سيكرټري جنرل داتو استنه عبدالعزيز ،د چين نائب خارجه وزير سن وي ډونګ او ملائيشيا خارجه وزارت سيكرټري جنرل داتو سري عمران محمد زين سره هم ملاقات كړې۔

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں