اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په ټانك كښې د ججز په قافله د ډزو د پېښې غندنه كولو سره په ډزو كښې د امنيتي اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د شهيدو شوو اهلكارو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل پاكستان څخه د ترهګرۍ د بشپړه خاتمې عزم لرو۔ ده په بريد كښې د شهيدو شوو امنيتي اهلكارو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔