د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي ورځې په موقع د متحده عرب امارات مشرتابه او اولس له مباركي وركړه

image

اسلام آباد 02 دسمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د متحده عرب امارات په 53مه قامي ورځ د متحده عرب امارات مشرتابه او اولس له مباركي وركولو سره وئېلي دي د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان په مشرۍ كښې د پرمختګ بې مثاله منزلونه ترسره شوي٬د يو اے اي په تندۍ سره د پرمختګ منزل ترسره كول د ستائنې وړ دے۔ پاكستان او متحده عرب امارات تاريخي د ورورولۍ اړيكې لري۔د كل په ورځ په خپل بيان كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان متحده عرب امارات سره خپلو تاريخي د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو هېوادونو اولس ژورې اړيكې لري٬د پاكستان كډوال په ګڼ شمېر په يو اے اي كښې مېشته دي او د دواړو هېوادونو په پرمختګ كښې بشپړ كردار ادا كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل دواړو هېوادونو په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې٬پاكستان يو اے اي سره په زړه پورې ملګرتيا وياړ لري٬پاكستان يو اے اي سره تاريخي د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو او اقتصادي شراكتداري مستحكمولو له خوښي لري۔دغسېس د قامي اسمبلۍ سپيكر د يو اے اي قيادت او اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں