اولس د پي ټي آئي جلسه رد كړه ٬ پي ټي آئي سياسي ګوند نه انتها خوښې ډله ده: انجينئر امير مقام

image

اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلت بلتستان چارو او سېفران وفاقي وزير او د مسلم ليګ نون خېبر پښتونخوا صوبائي صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي چې اولس د پي ټي آئي جلسه مسترد كړه٬ پي ټي آئي سياسي ګوند نه بلكه انتها خوښی ډله ده۔ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د پي ټي آئي په ناكامه اولسي غونډه خپل غبرګون كښې وفاقی وزیر ووئيل د پی ټی آئی د مؤسس بچي په برطانيه كښې مېشته دي او د نورو بچي فسادات كولو له پاروي۔ ده ووئيل اولس ته معلومه ده چې پي ټي آئي په مركز كښې درې نيم كاله او صوبه كښې 11 كاله ضائع كړل۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په اولسي غونډه كښې ګډون كوؤنكو په پوليس كانړي ورولي۔ ده ووئيل پي ټي آئي د هېواد په سوكالۍ خفه دے له دې كبله هغه 9 مئي تكرارول غواړي۔ ده ووئيل د 9 مئی پېښې د پي ټي آئي منفي ايجنډا په ډاګه كړې وه۔ وفاقی وزیر ووئيل قانون بايد ټول لپاره يو ډول وي او د دا ډول پېښو ذمه وار بايد سختو نتيجو سره مخ كړې شي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا صوبې وزيراعلی دې د وخت ضائع كولو په ځاے صوبې ته پام وګرځوي٬ د كے پي كے حكومت خپلو وزيرانو د كرپشن او ناقصه ګورنرنس په ضد وئيل پیل كړي دي۔

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں