معذوره كسانو له د تعليم٬روزګار٬ د صحت او اولسي ژوند كښې د يو برابر موقعو وركولو لپاره اقدامات كوو۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د معذوره كسانو نړيوالې ورځې په موقع پیغام

image

اسلام آباد 03 دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي مونږ معذوره كسانو له د تعليم٬روزګار٬صحت او اوسلي ژوند كښې د يو برابر موقعو وركولو لپاره اقدامات كوو٬زمونږ حكومت د دې جامع پالېسيو نافذ كولو لپاره په تندۍ سره كار كوي كوم چې معذور كسان خپلواكه كوي او د هغوي لپاره سماجي خنډان لرې كولو له به مرستياله ثابت شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخواجاري شوي بيان له مخې د معذوره كسانو نړيوالې ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل نن په ټوله نړۍ كښې د معذوره كسانو نړيواله ورځې لمانځلې كېږي٬دا ورځ زمونږ په ټولنه كښې د معذوره كسانو حقونوز ٬وقار او د هغوي شموليت ته ودې وركولو او د نړيوالې ورورولۍ اجتماعي عزم په ګوته كوي۔سږ كال د نړيوالې ورځ موضوع”يو جامع او پائيدار سباؤن لپاره د معذوره كسانو قيادت زياتول٬دا خبره رامخې ته كوي چې د يوې زياتې جامع نړۍ پلو د سفر قيادت هغې خلكو له پكار دے كوم چې په دې چېلنجونو پوهېږي۔ده ووئيل مونږ معذوره كسانو له د تعليم٬روزګار٬صحت او عوامي ژوند كښې يو برابر موقعو وركولو لپاره اقدامات كوو۔ده ووئيل زمونږ حكومت د دې جامع پالېسو نافذ كولو لپاره په تندۍ سره كار كوي كوم به چې معذوره كسان خپلواكه جوړوي او د هغوي لپاره سماجي خنډان لرې كولو له به مرستياله ثابت شي۔وزيراعظم ووئيل دا امر باوري كوو چې د معذوره كسانو نقطه نظر زمونږ قومي پرمختګ پالېسۍ كښې شامل وي ۔وزيراعظم ووئيل زه په سركاري ادارو٬كاروباري څانګو او سول سوسائټۍ زور راوړم چې هغوي د معذوره كسانو په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كړي او داسې ماحول ته وده وركولو كښې خپل كردار ادا كړي چرته چې معذوره كسان د لارښود په توګه خپل كردار ادا كړې٬مونږ له د داسې رويو چیلنج كولو لپاره شعوري هڅې هم پكار دي كوم چې معذوره كسانو سره امتيازي سلوك روا ساتي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں