پي اېس ډي پي كښې د پروژو قامي اهميت تر نظره ساتلے شي٬ مونږ په صوابۍ كښې د پوهنتون بنياد اېښودے ٬دغسې خېبر يونيورسټۍ كښې د ليور ټرانسپلانټ پروژه پي اېس ډي پي كښې شامل وه ۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال ځواب

image

اسلام آباد۔09ستمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي وفاقي حكومت كلن پرمختيائي پروګرام(پي اېس ډي پي)كښې پروژې د صوبو په بنياد نه تقسيموي بلكې د دې قامي اهميت تر نظره ساتلې شي٬ پي ټي آئي آخري كال كښې د كهپت اډانه ګروت د لارې د پاكستان كرنسي او زرمبادله ذخائر تباه كړي٬ د هغې اثرات څخه مونږ تراوسه نه يو وتلې٬د پيرس لوظ نامې له مخې ټولو پروژو لپاره ګائيډ لائنز وركړے شوے٬په دې وروستيو كښې د وړو وړو پروژو څخه ديامر بهاشا بند ٬كے فور او د سترو لارو مهمې پروژې ځپلې شوي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال اسد قيصر٬شرميلا فاروقي٬شهزاده ګستاسپ خان او د نورو پوښتنو په ځواب كښې احسن اقبال ايوان ته ووئيل د 18 بدلون نه پس د پي اېس ډي پي كردار محدود شوے٬زياترې چارې د كومو تعلق چې سيمه ايز او ځايې پرمختګ سره ؤ ٬هغه موضوعات او چارې صوبو ته منتقل شوي٬وړومبې صوبې ته 40 او وفاق ته 60 فيصده برخه ترلاسه كېده٬اوس صوبو ته 58 او وفاق ته 42 فيصده برخه ترلاسه كېږي٬د ميګا انفراسټركچر پروژو لپاره وفاق سره فنډز كم وي٬د كال 2018 نه تر 2022 ترمينځه پي اېس ډي پي كښې مس منيجمنټ شوے او په سياسي بنيادونو پروژې پېل كړې شوي كومو څخه چې 40 فيصد پي اېس ډي پي د صوبائي پروژو ته تللې ٬ د دغې نه پس د كے فور٬ديامر بهاشا بند او نورو لويو پروژو لپاره 60 فيصده پي اېس ډي پي پاتې شوې۔ده ووئيل پي اېس ډي پي د صوبو په بنياد نه بلكې د آئين له مخې تقسيمېږي٬وفاقي حكومت سره پاور٬اېن اېچ اے٬ټيلي كميونيكېشن٬پیټروليم او لوړو زده كړو كښې وفاقي پي اېس ډي پي پاتې شوې۔په كال 2013 كښې مونږ په صوابۍ كښې د پوهنتون بنياد اېښودے٬دغسې خېبر يونيورسټۍ كښې ليور ټرانسپلانټ پروژه پي اېس ډي پي كښې شامله وه ۔ده ووئيل وفاقي پروژې د صوبو په بنياد نه تقسيمېږي۔

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں