په نړۍ كښې هر کامیاب هېواد امن، استحکام، د پالیسیو تسلسل او پرله پسې اصلاحات د لارې ترقې كړې،احسن اقبال

image

اسلام آباد۔31جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ ترقۍ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي په نړۍ كښې هر کامیاب هېواد امن، استحکام، د پالیسیو تسلسل او پرله پسې اصلاحات د لارې ترقې كړې۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ انسټې ټیوټ آف ریجنل سټډیز کښې سیمینار سي پیک – امکانات او چیلنجز ته د خاص خطاب په مهال وكړه ۔ ده ووئېل د سي پیک په اړه د پاک چین جوائنټ کوآپریشن کمیټۍ په 13 كښې 10 غونډې زما په مشرۍ كښې وشوې ، تاریخ ګواہ دے چې په 7 لسيزو محیط د پاک چین دوستي لا قوي كېږي،زمونږ دوستي د سمندر نه ژوره، د شهدو نه خوږه ، او سږ كال مئي كښې د کمیونیکیشن سیټلائټ په لانچ کولو د آسمان نه بره ختلې ۔ ده ووئېل په 2013 كښې پاکستان كښې 16 نه تر 28 ساعته لوډ شیډنګ كېدو ۔ مونږ په 2 جنګونو كښې د خپلو وسائلو قربانۍ وركرې په کولډ وار او 9/11 كښې ۔ ده ووئېل د 30 لاکھه نه زيات كډوال پاکستان ته راغلل كوم چې د مغرب د جنګونو كډوال وو، زمونږ هېواد افغانستان كښې ناټو ته وړيا شپمنټ وركولو ،امریکا د میکسیکو کډوال خپلو پولو څخه داخلېدو ته نه پرېږدي خو د پاکستان كډوالو لپاره دروازې پرانستي دي ۔ده ووئېل په 2013 كښې پاکستان كښې شدید معاشي بحران ؤ ٬ د بجلۍ سخت كمے ؤ ٬ ځان مرګې چاودنې كېدې ،د پاکستان خپل سرمایه کار به هېواد كښې د انوسټمنټ کولو نه يرېدل، بيا پاکستان د توانائۍ پالیسۍ په اعلان کولو د نړيوالو سرمایه کارو څخه د بجلۍ پیدا کولو منصوبې پېل كولو له درخواست وكړو ۔ ده ووئېل مونږ په 2013 كښې په حکومت كښې چې راغلو ، په سي پیک لاس ليك وشو او اګست 2013 كښې د جے سي سي وړومبۍ غونډه وشوه،چین په پاکستان كښې د غیر ملکي انویسټمنټ کونكے تر ټولو لوئي هېواد جوړ شو ، په2015 كښې صدر شی جن پنګ د پاکستان دورہ وكړه او د 42 بلین ډالر په سرمایه کارۍ ئې لاس ليك وكړو۔ ده ووئېل د وال اسټریټ هیډلائن تر مخه د پاکستان تصور د ترهه ګرو د محفوظو ژالو نه په بدلېدو د اربونو ډالرو سرمایه کارۍ بلونكے هېواد جوړ شو ، د 2013 نه تر 2015 د 2.3 ملین ملازمتونو موقعې راپیدا شوې،د چین څخه د صنعتي سرمایه کارۍ راغب کولو لپاره 9 اقتصادي زون جوړ كړے شول ۔ ده ووئېل 2017 كښې د پرائس واټر کوپر ریسرچ تر مخه پاکستان 2030 پورې د نړۍ ټاپ 20 معیشتونو كښې شاملېدے شو ۔ ده ووئېل زما په خلاف بې بنسټه مقدمه جوړه كرې شوه چې ما نارووال كښې سپورټس کمپلیکس له فنډز وركړے ،شهزاد اکبر او فواد چوهدري اعتراف کړے چې دا مقدمې بے بنیاده وې ۔ ده ووئېل په 1992 كښې مونږ د لبرلائزیشن، ډی ریګولیشن، نجکارۍ پالیسۍ معارفې كړې۔ ده ووئېل سرتاج عزیز ما ته وئېل چې منموهن سنګھ پاکستان كښې بزنس ریفارمز په هند كښې د نافذ کولو ارادہ لري ۔ د 90 لسيزه د سیاسي خلل ښكار شوه۔ هند اصلاحات نافذ کړل او زمونږ نه وړاندې لاړو ۔ د پالیسيو د 10 كالو نه وړاندې نتيجې نه وي ۔ ده ووئېل د پي ټي آئي په حکومت كښې په سي پیک منصوبو کار اودرېد۔ ده ووئېل ګوادر كښې په 2017 كښې د مقامي خلقو لپاره د اوبو او د بجلۍ منصوبې شروع کړې شوې وې ٬ زمونږ په حکومت کښې د اسلام آباد په هر سیکټر كښې د چین کاروباري ادارو دفترونه ښكارېدل۔ د ترقۍ سیاست د پي ټي آئي په دور كښې په نفرت او پولرائزیشن سیاست بدل شو ۔پي ټي آئي د ایران سره د 100 میګاواټ پائپ لائن پراجیکټ تر 4 كالو ځنډولے ؤ ، مونږ هغه په 8 مياشتو كښې جوړ كړو ۔د ګوادرنه تر پنجکور نیشنل ګرډ په 12 مياشتو كښې مکمل شو كوم چې پي ټي آئي ايسار كړے ؤ ۔

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں