پاكستان منګوليا سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې اړيكو قوي كولو له خوښي لري۔ د وزيراعظم شهباز شريف ټوېټ

image

اسلام آباد17اکتوبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)حكومتي مشرانو غونډه كښې په ګډون كولو د منګوليا وزيراعظم اويون اردين لويسنائي مننه كولو سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د دواړو هېوادونو اړيكو لا قوي كولو له خوښي څرګنده كړې ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د منګوليا وزيراعظم سره د ملاقات نه پس د زيارت په ورځ په خپل پوسټ كښې ووئېل د منګوليا وزيراعظم اويون اردين لويسنائي سره ملاقات د خوشحالۍ خبره ده۔زه د اېس سي او په سي اېچ جي 23مه غونډه كښې ګډون لپاره پاكستان ته په راتللو د دوي مننه كوم ۔ ده ووئېل مونږ په دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔وزيراعظم د پاكستان لخوا د منګوليا سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د اړيكو قوي كولو له خپله خوښي څرګنده كړه ۔دغسې وزيراعظم په خپل پوسټ كښې د ملاقات عكس هم شيئر كړو۔

مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں