اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار د پاکستان حکومت او اولس د اړخه د اسماعیل هنیه په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي چې د اسماعیل هنیه شهید قتل د نړيوال قانون او سفارتی اصولو په ضد دے۔د خالي په ورځ د خاررجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار د ایران لنډمهاله خارجه وزير علی باقری کنی سره د خالي په ورځ ټیلی فوني تماس نيولې۔د ایران لنډمهاله خارجه وزير تهران كښې د اسماعیل هنیه په قتل د ایران قام او قیادت سره غمرازي ښكاره كړه۔نائب وزیراعظم اسحاق ډار د پاکستان اولس د اړخه د اسماعیل هنیه په شهادت د افسوس او يووالي څرګندونه وكړه۔نائب وزیراعظم ووئيل د پاكستان وزیراعظم په غزه كښې په شوې پیش رفت او د اسماعیل هنیه شهید په قتل سخته غندنه كړې ده۔دې نه ځانله د پاکستان قامی اسمبلۍ د خالي په ورځ په متفقه توګه د دې كار غندنه كړې ه،د اسماعیل هنیه شهید قتل د نړيوال قانون ،سفارتی اصولو او د نړۍ د قامونو ترمينځه د قبلولو وړ طرز عمل په ضد دے۔د ایران لنډمهاله خارجه وزير نائب وزیراعظم ته دا معامله د خارجه وزيرانو په كچه رابللې شوې د او آئی سی غیر معمولی غونډه كښې د ګډون كولو خ واست هم وكړو۔ نائب وزیراعظم د او آئی سی خارجه وزيرانو غیر معمولی غونډې رابللو بشپړه حمایت وكړو۔نائب وزیراعظم د دې خبرې تصديق وكړو چې پاکستان به په دې غونډه كښې برخه اخلي۔