د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پوليس شهيدانو د قدر وړ خذمات ترسره ګړي،ټول قام په خپلو بهادرو شهيدانو فخر كوي: صدر آصف علي زرداري

image

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پوليس شهيدانو ورځ په موقع شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل قام لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو پوليس اهلکارو مړانې او قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پوليس شهيدانو د قدر وړ خذمات ترسره ګړي،ټول قام په خپلو بهادرو شهيدانو فخر كوي۔صدر مملکت ووئيل پوليس د ترهه ګرو او جرائم پيشه عناصرو په ضد په فرنټ لائن جنګيدولو سره د خپلو ځانونو قرباني وركړي،د ترهه ګرۍ په ضد کاميابۍ كښې پوليس فورس په زړه پورې کردار لري۔ صدر مملکت وئويل پوليس اهلكار د هېواد په بيلو برخو كښې د سماج دښمنه عناصرو او ترهه ګرو په ضد جنګآدلو سره د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي،ټول قام د اړخه د پوليس شهيدانو خذمات او قربانو ته سلام كوم۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں