د پارليمان لخوا د تحقيقي ادارې جوړولو په اړه قانون سازۍ په آئيني سكيم كښې شامل ده۔اعظم نذير تارړ

image

اسلام آباد 17دسمبر (اے پي پي )د قانون او پارليماني چارو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي د پارليمان لخوا د تحقيقي ادارې جوړولو په اړه قانون سازۍ په آئيني سكيم كښې شامل ده٬صوبو كښې پوهنتونونه جوړول د صوبو اختيار دے٬په دې اړه صدر مملكت هدايت هم وركړي٬مونږ په دې اړه احتياط كوو۔د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې حنيف عباسي تحريك وړاندې كړو چې د جديد علوم او ټېكنالوجۍ ويسټ منسټر پوهنتون بل 2024 وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي ۔په دې د قانون وزير اعظم نذير تارړ رائے وه چې په صوبو كښې د پوهنتونونو جوړول د صوبو آئيني حق دے۔د پارليمان لخوا د تحقيقي ادارې قيام آئيني سكيم كښې شامل دے او صدر مملكت هم په دې اړه هدايت نامه جاري كړې چې وفاق كومه هم صوبه كښې د پوهنتون جوړولو بل راوړلو نه وړاندې د حدود تعين وكړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئېل د صدر مملكت لخوا دا ډول 12 منظور شوي بلونه بېرته رالېږلې شوي۔د هغوي رائے ده چې كوم د وفاق پوهنتونونو دي جوړولو په اړه دې د بل وفاق منظوري وركړې نور پاتې دې صوبې پخپله وكړي۔خو د غړو په وينا دا دواړه بلونه په ايوان كښې وړاندې كړے شول كوم چې قائمه كمېټۍ ته وسپارلے شول ۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں