وفاقي حکومت د پاړا چنار پشمول خېبر پښتونخوا كښې د امن صورتحال ښه كولو كښې هر ممكن مرستي له چمتو دے۔چوهدري سالك حسېن

image

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د سمندر پوري پاکستانیانو وفاقي وزیر چوهدري سالك حسېن وئيلي دي وفاقي حکومت د پاړا چنار پشمول خېبر پښتونخوا كښې د امن و امان صورتحال ښه كولو كښې هر ممكن مرستي له چمتو دے۔د زيارت په ورځ د سینیټر علامه راجه ناصر عباس په پاړا چنار كښې د امن و امن صورتحال په اړه د پام راګرځولو نوتس په ځواب وفاقي وزیر چوهدري سالك حسېن ووئيل بايد پاړا چنار كښې په روان ظلم او بربریت مونږ ټول غږ پورته كړو، وفاقي حکومت صوبائی حکومت له د هر ممكن مرستې باور وركړے، د داروګانو پشمول په نورو چارو كښې وفاقي حکومت معاونت كولو له چمتو دے خو په دې معامله د صوبائي حکومت د اړخه كوم ځواب نه دې راغلے۔ده ووئيل امن و امان د صوبائی حکومت فرض دے او بايد دې پلو په خاص توګه پام لرنه وكړې شي، وفاقی حکومت خپلي ذمه وارۍ پوره كوي، صوبائی حکومت ته چې چرته هم مرستي ته حاجت وي كولې شي، ده ووئېل د وفاق نمائنده د خېبر پښتونخوا ګورنر جرګه رابللي وه ، وزیراعلیٰ په هغې كښې ګډون هم نه دې كړے،بايد په دې ډول چارو سياست ونه كړو، صوبائی حکومت څخه دې هم په دې معامله پوښتنه وكړې شي كله چې هلته اوور لګيدلے ؤ نو هغوي په وفاق لښكر كولو

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں