د حكومت او اپوزيشن ترمينځه د مذاكراتو عمل خوشبين دے : د قامي اسمبلۍ سپيكر د مذاكراتي كميټيو غونډې په موقعه خبرې

image

اسلام آباد۔23دسمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې د حكومت او مخالفې ډلې د مذاكراتي كمېټيو اولنۍ ان كېمره غونډه د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د حكومتي كمېټۍ نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ د وزيراعظم سلاكار رانا ثناﺀ ٬ سېنېټر عرفان صديقي ٬ پخوانے سپيكر راجه پروېز اشرف، سید نوید قمر، ډاكټر فاروق ستار، علیم خان او د مخالفې ډلې لخوا په مذاكراتي كمېټۍ كښې پخوانے سپیکر اسد قیصر ،صاحبزادہ حامد رضا او سېنېټر علامه ناصر عباس شامل ؤ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د حكومت او د مخالفې ډلې مذاكراتي كمېټۍ غړو ته په غونډه كښې په ګډون كولو هركلے ووے۔ ده ووئيل د حكومت او اپوزيشن ترمينځه د مذاكراتو عمل خوشبين دے۔ ده ووئيل دا به جمهوريت مضبوط كړي۔ ده ووئيل په جمهوريت كښې مذاكرات د سياسي مسئلو يوازينې حل دے٬ دا هېواد زمونږ دے او مونږ اولس ټاكلو سره د خپلو مسئلو حل كولو له رالېږلې يؤ۔ ده ووئيل پارليمان د 24 كروړه اولس ټاكلې اداره ده او اولس پارليمان سره زياتې هيلې تړلې دي۔ ده ووئيل د يو اولسي نمائنده په حېث به مونږ له د اولس د مسئلو حل لټول وي۔ ده ووئيل د حكومت او اپوزيشن ترمينځه په زړه پورې اړيكو سره د هېواد مسئلې په غوره ډول حل كېدې شي۔ ده ووئيل د هېواد معاشي پرمختګ سياسي استحكام سره تړلے دے٬ د هېواد روانه وضعه سياسي همغږۍ ته د ودې وركولو غوښتنه كوي۔

مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں