په سکھر کښې د ضياﺀ الدين روغتون جوړولو كريډټ صدر آصف علي زرداري ته ځي: ډاكټر عاصم حسين

image

سکھر۔ 28 دسمبر (اے پی پی) پخواني سېنېټر ډاکټر عاصم حسېن وئيلي دي چې په سکھر کښې د ضياﺀ الدين روغتون جوړولو كرېډټ صدر آصف علي زرداري ته ځي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په سکھر كښې د ډاكټر ضياء الدين روغتون پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د خالي په ورځ صدر آصف علي زرداري په سکهر کښې د ډاکټر ضیاء الدین روغتون پرانسته وکړه۔ د پرانستې په موقع ډاکټر عاصم حسېن وويل د صدر آصف علي زرداري لخوا په سکهر کښې د ضياء الدين روغتون پرانسته زمونږ لپاره د وياړ خبره ده۔ د دې روغتون په جوړولو كښې صدر مملكت زياتې هڅې كړي دي۔ ده ماته باور راكړے ؤ چې روغتون لپاره ځمكه برابرول زما ذمه واري ده۔ صدر آصف علي زرداري د 50 اېكړ زمكې په راكولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل د سكھر او حېدر آباد په شمول د سندھ په لويو ښارونو كښې لوړو زده كړو لپاره د نړيوال معيار سكولونو جوړولو اراده لرؤ۔ ده ووئيل د سندھ حكومت دې په دې لړ كښې د پبلك پارټنرشپ لاندې مونږ سره روان پاتے شي۔ ده په بشپړه مرسته كولو د آصف علي زرداري مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں