د كے پي كے وزيراعلی په دويم ځل تښتيدو د پښتنو سپكاوے او د بزدلۍ نوے تاريخ رقم كړو : انجينئر امير مقام

image

اسلام آباد۔27نومبر(اے پی پی) د شورؤ په ورځ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئيلي دي د كے پي كے وزيراعلی په دويم ځل تېښتېدو نه يوازې دا چې د پښتنو سپكاوے وكړو بلكې د بزدلۍ نوے تاريخ يۍ هم رقم كړو ٬ د ځاني او مالي زيان حساب به علي امين ګنډاپور او بشری بي بي څخه اخستلې شي۔ امير مقام د پي ټي آئي د احتجاج او تېښتې په اړه خپل غبرګون كښې ووئيل د علي امين او بشری نيازي مړانه عجيبه ده چې د شپې په تياره كښې كاركنان پرېدې وتښتي او سهار پرېس كنفرنس كوي۔ ده ووئيل دوئي دې اووائي چې دوئي كاركنان پرېښودل او مانسهرې ته څنګه ورسېدل؟ امير مقام ووئيل ما وړاندې وئيلې وو چې دا فائنل كال نه مس كال دے٬ د دې خلقو ايجنډا وينه تويول وو كومه چې ترسره نه شوه۔ ده ووئيل دا كوم ګوند نه دے بلكه يوه ډله ده كومه چې د هېواد د غېر مستحكم كولو په ايجنډا كار كوي۔ امیر مقام ووئيل علي امين ګنډاپور موقعې څخه وتښتېد او اوس د درغو ادعاګانې كوي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د امن سبوتاژ كولو منصوبه بندي شوې وه۔ د صوبائي حكومت وسائلو بې درېغه كارول د صوبې اولس سره زياتے دے۔ امیر مقام ووئيل وسائل د اولس خېر ښېګړې له د كارولو په ځاے په وفاق بريد وكړے شو۔ ده زياته كړه چې په وفاق بار بار بريد كول د غندنې وړ عمل دے

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں