اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د دفاع ورځ په موقع بهاولپور ګېريژن كښې د شهيدانو په يادګار فاتحه خواني او د شهيدانو لازواله قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره دستوره وشوه ۔ په دې موقع شهيدانو او غازيانو ته د قام سلام وړاندې كړے شو۔ د بهاولپور كوركمانډر ليفټيننټ جنرل ثاقب محمود ملك هلال امتياز ملټري د پاك پوځ يو چټك ډلې سره د شهيدانو په يادګار حاضري كولو سره د ګلونو څادر خپور كړو او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې فاتحه خواني وكړه ۔ په دستوره كښې د وسله والو ځواكونو افسرانو او ځوانانو نه علاوه د شهيدانو كورنيو او نورو اړوندو چارواكو ګډوې وكړو