بايد ټول سياسي ګوندونه په ګډه مخ په وړاندې لاړ شي،كه پخپلو كښې كه ونښلو نو د پارلمان وقار به مجروح شي۔نائب وزيراعظم اسحاق ډار

image

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار وئيلي دي د جمهوريت او آئين قوي كولو له بايد ټول سياسي ګوندونه پهش ګده مخ په وړاندې لاړ شي،كه پخپلو كښې ونښلو نو د پارليمان وقار به مجروح شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ډپټي وزيراعظم محمد اسحاق ډار ووئيل سياست ضرور وكړې خو چې ريډ لائن كراس نه كړے شي۔ده ووئيل په ماضي كښې ميثاق جمهوريت لپاره فروري 2002 كښې د پي پي پي او مسلم ليګ ترمينځه خبرې پيل شوې وې،دغې څخه وړاندې هم مونږ يو تلخ تاريخ لرلو، دواړو ګوندونو د آئين بحالۍ او جمهوريت قوي كولو له مئي 2005 كښې ميثاق جمهوريت لاس ليك كړے ؤ ،دغې نه پس نورو سياسي ګوندونو له بلنه وركړې شوې وه ،په هغې كښې عمران خان پخپله موجود ؤ ،د دغه دستاويز ټولو ګوندونو توثيق کړے۔ ده ووئيل كه مونږ پخپلو كښې ونښلو نو دې سره به د پارلمان وقار مجروح شي۔ په تير حکومت كښې كه پروډکشن آرډرز نه دي جاري شوي نو دا ضروري نه ده چې اوس جاري نه شي۔ده ووئيل د كومي كمېټۍ خبره چې كيږي هغه د دې کمېټۍ تائيد كوي، مونږ له به كتل وي چې هغه هېواد كوم چې تر 2017 د نړۍ 24م لوي معيشت ؤ هغه په كال 2022 كښې 47م معيشت څنګه جوړ شو۔مونږ له به كتل وي چې په ترهه ګرۍ قابو موندلو له په اربونو روپۍ خرڅ شوي او د ترهه ګرۍ لعنت ختم شوے ؤ نو څه وجه ده چې هغه ترهه ګري بيا پيل شوه ،بايد مونږ د دې هرڅه تجزيه وكړو۔ ده ووئېل پروډکشن آرډر د سپيکر استحقاق دے، سپيکر دې د ټولو ګوندونو کمېټي جوړه كړي او هغې لپاره دې جينوين ټي او آرز وركړے شي دغسې چې د هېواد مسئلو حل كولو له د ښې لاري تعين وشي۔ حکومت به په دې لړ كښې بشپړه مرسته كوي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں