اسلام آباد 29 نومبر(اے پي پي)د پاكستان او شمالي امريكې ترمينځه دوه ارخيزه تجارت حجم كښې روان مالي كال په مهال اضافه رېكارډ كړې شوې٬د مالي كال وړومبې څلور مياشتو كښې د امريكې هېوادونو ته د پكستان برآمدات كښې په كلن بنيادونو 9 فيصده او د دغې هېوادونو څخه درآمدات كښې 28.09 فيصد اضافه رېكارډ كړې شوې۔د سټېټ بانك او شماريات ادارې د پاكستان شمېرې له مخې مالي كال وړومبې څلورو مياشتو كښې امريكې٬كاناډا او شمالي امريكې نورو هېوادونو ته برآمدات څخه هېواد ته 1.169 اربه ډالره زرمبادله ترلاسه شوې كومه چې تېر مالي كال دې مودې په مقابله كښې 9 فيصده زياته ده٬تېر مالي كال دې موده كښې د شمالي امريكې هېوادونو ته د برآمدات څخه هېواد ته 1.990 اربه ډالره زرمبادله ترلاسه شوې وه٬اكتوبر كښې شمالي امريكې ته پاكستاني برآمدات حجم 611.43 ملين ډالر رېكارډ كړې شوې كوم چې ستمبر كښې 543.42 مليونه ډالره او تېر مالي كال اكتوبر كښې 516.26 مليونه ډالره وه٬مالي كال 2024 كښې شمالي امريكې هېوادونو ته پاكستاني برآمدات حجم 5.823 اربه ډالره رېكارډ كړی وه۔د شمېرو له مخ روان مالي كال وړومبې څلور مياشتو كښې د شمالي امريكې څخه درآمدات كښې په كلنو بنيادونو 28.09 فيصده اضافه رېكارډ كړې شوي وه٬د شمېرو له مخې جولائي نه تر اكتوبر په موده كښې د شمالي امريكې هېوادونو څخه په درآمدات 819.27 مليونه ډالره زرمبادله خرڅ شوې كوم چې تېر مالي كال په دې موده كښې 639.60 مليونه ډالره وه۔اكتوبر كښې د شمالي امريكې هېوادونو څخه درآمدات حجم 199.55 مليونه ډالره رېكارډ كړې شوي ٬ كوم چې ستمبر كښې 206.24 مليونه ډالره او تېر مالي كال اكتوبر كښې 127.93 مليونه ډالره وه۔مالي كال 2024 په مهال شمالي امريكې هېوادونو څخه په درآمدات 2.038 اربه ډالره زرمبادله خرڅ شوې وه