اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د صنعت او پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د اېف پي سي سي آئي صدر عاطف اکرام شېخ په مشرۍ كښې پلاوي وليدل۔ د اېف پي سي سي آئي صدر عاطف اکرام شېخ ووئيل په هېواد كښې د توان د زياتې شو ېبيعې په سبب صنعتونه بند او په معيشت خراب اثرات مرتب كېږي٬ د توان بيعه به د سيمه ايزو هېوادونو برابر راوستل وي، د هېواد برآمدات كښې اضافې لپاره به انډسټريلائزيشن پلو تلل وي۔ ده ووئيل حكومت كه د بجلۍ په ټېرف كښې ريليف وركړي نو بزنس كميوټي د اېكسپورټ 60 اربه ډالر هدف سر كولې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د بزنس کميونټۍ د مسئلو حل لپاره باور وركولو سره ووئيل حكومت اولس او سوداګرو ته ريليف وركولو لپاره په زړه پورې هڅې كوي او سرمايه كارو لپاره خاص اقتصادي زون جوړوي۔ ده ووئيل حکومت صنعتونو ته د ورمخې ته مسئلو حل لپاره هڅې كوي٬ برامدات زياتولو سره معاشي پرمختګ ترلاسه كېدے شي