اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري مستونګ كښې په استخباراتي بنياد په كاميابه عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د پنجګور ډي سي په وژنه كښې ككړ ترهګر انجام ته په رسولو د امنيتي ځواكونو ستائنه كولو سره د پاك پوځ د موثره كاروائۍ او وظيفائي پوهې تعريف وكړو۔ ده ووئيل د ترهګرۍ لعنت تر بشپړه خاتمې به كاروائۍ روانې وي۔