د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې د سمندر پوري پاكستانيانو رالېږلي ترسيلات زر 8.416 اربه ډالره څخه زيات شو

image

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې د سمندر پوري پاكستانيانو رالېږلې ترسيلات زرد 8.416 اربه ډالره څخه زيات شوي۔ سټيټ بينك د اړخه جاري شميرې له مخې د جولائي په مياشت كښې د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې سمندر پوري پاكستانيانو 161 مليونه ډالره زرمبادله هېواد ته رالېږلې۔ ستمبر 2020 نه تر اوسه د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې د سمندر پوري پاكستانيانو په مجموعي توګه 8.416 اربه ډالره څخه زيات رالېږلې۔د شميرې له مخې د دې اكاؤنټس د لارې د سمندر پوري پاكستانيانو مجموعي سرمايه كارۍ حجم 1.014 اربه ډالره ته رسيدلے۔ سمندر پوري پاكستانيانو د روشن ډيجيټل اكاؤنټس د لارې روايتي نيا پاكستان سرټيفكيټس كښې 357 مليونه ډالره، اسلامي نيا پاكستان سرټيفكيټ كښې 618 مليونه ډالره او پاكستان سټاك ايكسچينج كښې 39 مليونه ډالره سرمايه كاري كړې ده۔

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں