د وزيراعظم د سميډا بورډ په غير فعاله كيدو د ناراضګۍ څرګندونه٬ د هيواد معيشت لپاره د مهمو ادارو بورډز په سمدستي توګه د جوړولو امر

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري، د سمېډا بورډ په شمول د ټولو ادارو كومې چې د هېواد معيشت لپاره ډېرې اهمې دي بورډز دې په سمدستي توګه تشكيل كړې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز ډويلپمنټ اتھارټۍ (سميډا) په اړه غونډه وشوه۔ وزيراعظم ووئيل د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبار د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ وزيراعظم د سميډا بورډ په غېر فعاله كېدو د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره امر وكړو چې د سميډا بورډ دې په سمدستي توګه جوړ كړے شي۔ وزيراعظم د سميډا چيف اېګزېکټو آفيسر په سمدستي توګه تعينات كولو لپاره د ضروري اقداماتو امر هم وكړو۔ وزيراعظم سميډا لپاره د سټېئرنګ کمېټۍ جوړولو امر وكړو د سټيئرنګ کمېټۍ صدارت به وزيراعظم خپله كوي۔ وزيراعظم امر وكړو چې په سټيئرنګ کمېټۍ كښې دې د نجي څانګې اړوند كسان هم شامل كړې شي٬ وزيراعظم په صنعتونو كښې سب-کنټرېکټنګ ته د ودې وركولو امر كولو سره ووئيل چې د پاکستان صنعتونه د ګلوبل سپلائي چين برخه جوړولو له بشپړه اقداماتو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ته د سميډا چارو په اړه بريفنګ كښې ووئيل شول چې په وړومبي ځل سميډا لپاره ډوېلپمنټ فنډ جوړ كړے شوے دے۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول چې شپږ كالو لپاره 30 بلين روپۍ د سميډا ډويلپمنټ فنډ لپاره مختص كړې شوې دي چې پكښې كال 25-2024 لپاره 5 بلين روپۍ وركړې شوې دي، پاکستان كښې دا مهال 5.2 ملين كوچنې او د مېنځنۍ درجې كاروبار موجود دې چې د هېواد په جي ډي پي كښې 40 فيصده برخه لري٬ د هېواد 31 فيصده برآمدات په اېس اېم ايز اړه لري۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې نان اېګريکلچر ملازمتونو نه علاوه 72 فيصده ملازمتونه اېس اېم اي سيکټر وركوي٬ اېس اېم ايز څانګې لپاره تر اوسه 491 بلين روپۍ د بېنك كرېډټ په مد كښې وركړې شوې دي خو دې څانګې لپاره د بېنك كرېډټ تر 800 بلين روپو رسولو ته اړتيا ده۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، رانا تنوير حسېن، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل او اړوند اعلیٰ سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں