اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د روغتيا کوآرډینېټر ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي چې د اېم پاك دويم كېس په پاكستان كښې رپورټ شوے دے٬ د روغتيا وزارت د صورتحال پرله پسې مانيټرنګ باوري كوي۔ د جمعې په ورځ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې ډاكټر مختار احمد بھرتھ ووئيل چې دغه كېس خليجي هېوادونو څخه علاماتو سره راغلے وو۔ په پېښور ایئرپورټ هېلتھ ډېسك په وخت روغتون ته منتقل كړو۔ ده ووئيل د روغتيا وزارت د صورتحال پرله پسې مانيټرنګ باوري كوي۔ په ټولو هوائي مېدانونو د سكريننګ او سروېلنس نظام موجود دے ، د بارډر هېلتھ عمله په ایئرپورټس او انټری پوائنټس تندۍ سره كار كوي۔ ده ووئيل اولس وباګانو څخه محفوظ ساتلو له جدي ګامونه پورته كوؤ