د وفاقي وزير جام کمال خان په كراچۍ كښې د فيډريشن آف پاکستان چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري دوره

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان په كراچۍ كښې د فېډريشن آف پاکستان چېمبر آف کامرس اينډ انډسټري دوره كړې٬ په دې موقع د فيډريشن آف پاکستان چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري لنډمهاله صدر ثاقب فياض مګون، چيف ايګزيکټو آفيسر ټريډ ډويلپمنټ اتھارټي آف پاکستان محمد زبير موتي والا او نورو عهدېدارو او سټېك هولډرز د وفاقي وزير تود هركلے وكړو۔ د فيډريشن آف پاکستان چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري عهدېدارو او نورو كسانو په دې موقع د كاروبار د موجوده صورتحال او مسئلو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې د پاکستان معيشت ته وده وركول او په كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو لپاره د وزيراعظم د وژن له مخې د تجارت وزارت او د پاكستان حكومت كار جاري ساتلې دي۔ ده دوي له باور وركړو چې د كاروباريانو مسئلو حل كولو لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں