ايران بس پېښه كښې په حق رسيدلي 28 پاکستاني زائرينو ميتيں جيکب آباد ته راورسولې شو۔خارجه دفتر

image

اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د ايران په يزد ښار كښې د بس په پېښه كښې په حق رسيدلي 28 پاکستاني زائرينو مړي د خصوصي الوتكي د لاري جيکب آباد ته رارسولې شوي چرته چې صوبائي وزير ناصر حسين شاه او د خارجه دفتر ډائريکټر جنرل ليزان آفس کراچۍ عرفان سومرو مړي ترلاسه كړي۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې ايران كښې په 20 اګست رامخې ته شوې د بس په پېښه كښې ژوبل 16 پاکستاني زائرين هم د دغې خصوصي الوتكي د لارې بيرته راوستلې شوې۔هېواد ته راستنولو څخه وړاندې د يزد په هوائي ميدان ګورنرمهران فاطمي او امام جمعه مړي رارخصت كړې۔د خارجه دفتر وياند ووئيل مونږ د ايران چارواكو مننه كوو چې هغوې په پېښه كښې د پاکستان ځپلې شوي زائرين ريسکيو کړې او د هغوې هېواد ته راستنولو كښې ئې بشپړه مرسته كړي

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں